وزيراعظم شهباز شريف او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ترمېنځه ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب سره د پاکستان د بشپړه يووالي څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د خبرو اترو او سفارت کارۍ د لارې سيمه ايز امن او استحکام په ځائ ساتل ضروري دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم …

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب سره د پاکستان د بشپړه يووالي څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د خبرو اترو او سفارت کارۍ د لارې سيمه ايز امن او استحکام په ځائ ساتل ضروري دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره د ټېلي فون د لارې خبرې كړې۔ د جاري بيان له مخې د خبرو اترو په مهال وزيراعظم خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د احترام او نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم پاکستان لپاره د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان مينه، خلوص او په جذبه د دوي مننه وكړه۔ دواړو مشرانو د دې خبرې پخلې وكړو چې په د اوږدې مودې اړيكې به لوړې كچې ته رسېدو سره لا قوي كولې شي٬ دواړو مشرانو په سيمه ايز صورتحال او موجوده پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د بېلا بيل چېلنجز په تناظر كښې د اسلامي نړۍ ترمېنځه اتحاد او همغږي په ځائ د ساتلو په ضرورت زور راوړو۔ د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په ټېلي فوني تماس د وزيراعظم مننه وكړه او پاكستان سره ئې د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو لپاره د سعودي عرب د خواهش پخلې وكړو۔ ده په راتلونكي كال كښې د پاكستان د سركاري دورې د خواهش هم څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں