اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د پاکستان د معاشي بحالۍ جاج وړاندې كولو سره په اوپن کلي اكانومي٬ استحكام او د اهمو معاشي اشاريو په بهترۍ تفصيلي رڼا اچولو سره ووئيل چې په تېر مالي كال (2024-25) كښې د هېواد د مجموعي قامي پيداوار شرح نمو 3.1 فيصده كومه چې د مالي كال 26-2025 په وړومبو دريو مياشتو كښې زياتېدو سره 3.71 …
د مالي كال 2026 په اولنيو پنځو مياشتو كښې د موسمياتي عواملو باوجود د افراط زر شرح 5 فيصده پاتې شوه٬ د وفاقي وزير د اقتصادي ګورننس اصلاحات مخ كتنې دستورې په موقع په اصلاحات ايجنډه بشپړ بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د پاکستان د معاشي بحالۍ جاج وړاندې كولو سره په اوپن کلي اكانومي٬ استحكام او د اهمو معاشي اشاريو په بهترۍ تفصيلي رڼا اچولو سره ووئيل چې په تېر مالي كال (2024-25) كښې د هېواد د مجموعي قامي پيداوار شرح نمو 3.1 فيصده كومه چې د مالي كال 26-2025 په وړومبو دريو مياشتو كښې زياتېدو سره 3.71 فيصده ته رسېدلې٬ د ګرانۍ په شرح كښې كمې راغلې او د ګرانۍ شرح كمېدو سره 4.5 فيصد وه٬ د مالي كال 2026 په ابتدائي پنځو مياشتو كښې د موسمياتي عواملو باوجود د افراط زر شرح په 5 فيصده كچه وه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اقتصادي ګورننس اصلاحاتو مخ كتنې دستورې ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ د خزانې وزير ووئيل په مالي كال 2023 كښې د جي ډي پي تناسب څخه د سركاري پورونو حجم په مالي كال 2025 كښې 75 فيصده څخه كمېدو سره 70 فيصده پاتې شوے٬ د پورونو په وخت وركولو سره د 3.5 ټريلين روپو بچت شوے، پاليسي ريټ د جون 2024ء د 22 فيصده نه كمېدو سره 10.5 فيصده كچې ته راغلے ۔ د خزانې وزير بهرنۍ او د مالياتي څانګې په اشاريو كښې په ځانګړې بهترۍ هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل چې د سټيټ بينك د زرمبادله پانګې 15.9 اربه ډالرو ته رسېدلې دي كومې چې تېرو څلورو كالو كښې تر ټولو په لوړه كچه دي او درآمدي ضرورتونو لپاره د زرمبادله کوريج زياتېدو سره 2.6 مياشتو ته رسېدلې٬ د مالي كال په ابتدائي پنځو مياشتو كښې د حسابات جاريه د کھاتو خساره 812 ملين امريکي ډالره وه كومه چې د مقرر هدف دننه ده۔ د خزانې وزير ووئيل په سږني كال كښې ترسيلات زر زياتېدو سره 38 اربه ډالرو ته رسېدلې، د روشن ډيجيټل اکائونټس د لارې د ترسيلات زر حجم 11.5 اربه ډالرو ته رسېدلې۔ د اصلاحاتي ډھانچے وضاحت كولو سره د خزانې وزير ووئيل چې د ټېکسېشن، توان، نجکارۍ، سرکاري ملکيتي ادارو، ډيجيټل ګورننس، د ټيرف معقوليت، پنشن اصلاحات، د وفاقي حکومت په حجم كښې كمې (رائيټ سائزنګ) او د قرضونو د انتظام پشمول په يو شمېر څانګو كښې په کليدي ډھانچه جاتي اصلاحات عملدرآمد جاري دے۔ ده د موډيز، فچ، اېس اينډ پي ګلوبل ريټنګز، نړيوال مالياتي فنډ، نړيوال بېنك او د اسيائي پرمختيائي بينك پشمول د نړيوالو شراكتدارو لخوا مثبت توثيق سره سره په هېواد كښې د كاروبار او د صارفينو زيات شوې باور هم حواله وركړه۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم وژن اداره جاتي اصلاحات لا قوي كولو پلو ګرځولې شوے دے چې پكښې د مارکيټ ګورننس بهتري، ريګوليټري او د ټيکس پاليسو پيشنګوئي د استحکام وړ كول باوري كېدل، اولسي ماليات او د سرمايه کارۍ نظم و نسق مستحکم کول او د لوظنامو د موثره نفاذ بهترول شامل دي۔ فاقي وزير د اصلاحاتو د نفاذ راتلونكي پړاٶ خاكه وړاندې كړه كومه چې به په درې بنيادي څانګو اډانه وي، نګراني به سينئر کابينه كوي، د خزانې وزارت به د سيکريټريټ په توګه كار كوي او پرمختيائي شراکت دار په خاص توګه د تکنيکي يونټ معاونت كوي دغسې چې په پاليسو مسلسل مكالمه او د اصلاحاتو تسلسل باوري كړې شي










