د پاکستان يمن كښې په زيات شوي تشدد د انديښنې څرګندونه ٬ په تاٶ تريخوالي كښې كمي او امن او استحكام په ځائ ساتلو لپاره د سيمه ايزو هلو ځلو هركلے

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) پاکستان يمن كښې په زيات شوي تشدد د انديښنې څرګندونه كولو سره په تاٶ تريخوالي كښې كمي او امن او استحكام په ځائ ساتلو لپاره د سيمه ايزو هلو ځلو هركلے كړې دې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاکستان د يمن وحدت او د سيمه ايز سالميت د ملاتړ پخلې كوي، د …

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) پاکستان يمن كښې په زيات شوي تشدد د انديښنې څرګندونه كولو سره په تاٶ تريخوالي كښې كمي او امن او استحكام په ځائ ساتلو لپاره د سيمه ايزو هلو ځلو هركلے كړې دې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاکستان د يمن وحدت او د سيمه ايز سالميت د ملاتړ پخلې كوي، د دې نه علاوه په هېواد كښې د اوږدې مودې امن او استحکام لپاره د كېدونكو ټولو هلو ځلو تائيد كوي٬ په دې كښې پاکستان هم د يمن د هرې ډلې لخوا د داسې يو اړخيزه اقداماتو په سختۍ سره مخالفت كوي كوم چې د صورتحال خرابولو٬ د امن هلو ځلو ته د زيان رسولو او يمن سره سره په منطقه كښې د امن او استحکام له مينځه وړولو سبب جوړ شي۔ د جاري بيان له مخې پاکستان په صورتحال كښې تاٶ تريخوالې كمولو او په يمن كښې امن او استحکام په ځائ ساتلو لپاره د سيمه ايزو هلو ځلو هركلے كوي ۔ بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاکستان سعودي عرب سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او د سعودي سلامتيا لپاره د خپل عزم پخلې كوي٬ پاکستان د يمن مسئلې د مکالمې او سفارت کارۍ دلارې هواري لپاره د خپل مضبوط لوظ څرګندونه وكړه چې د يمن اولس او سيمه ايز طاقتونه په ګده جامع او تل پاتي تصفيے پلو پېشرفت وكړي دغسې چې په منطقه كښې استحکام محفوظ كړې شي

مزید خبریں