معاشي بهترۍ لپاره اصلاحات ضروري دي، د سختو پريكړو نتيجې رامخې ته كيږي٬ په دوه كالو كښې پاكستان بهترين معاشي پرمختګ كړے دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي ګورننس اصلاحات مخ كتنې دستورې ته د ويډيو لنك د لارې وينا

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف معاشي بهترۍ لپاره اصلاحات ضروري ګرځولو سره وئيلي دي چې د سختو پرېكړو نتيجې رامخې ته كېږي٬ په دوه كالو كښې پاكستان بهترين معاشي پرمختګ كړے دے ، غېر متزلزل عزم سره مو د چېلنجز مقابله كړې او هېواد په درست جهت روان شوے، كه دې رفتار سره مخ په وړاندې لاړو نو كاميابي زمونږ مقدر ده۔ د دې خيالاتو …

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف معاشي بهترۍ لپاره اصلاحات ضروري ګرځولو سره وئيلي دي چې د سختو پرېكړو نتيجې رامخې ته كېږي٬ په دوه كالو كښې پاكستان بهترين معاشي پرمختګ كړے دے ، غېر متزلزل عزم سره مو د چېلنجز مقابله كړې او هېواد په درست جهت روان شوے، كه دې رفتار سره مخ په وړاندې لاړو نو كاميابي زمونږ مقدر ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اقتصادي ګورننس اصلاحاتو مخ كتنې دستورې ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب پشمول وفاقي وزيران٬ د حكومت د معاشي ډلې غړي او لوړ پوري سركاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم د حکومت په معاشي كاميابو رڼا اچولو سره ووئيل كله څخه چې مونږ اقتدار ترلاسه كړې نو مونږ ته سخت چيلنجز سره مخ معيشت په ورثه كښې ترلاسه شو، د چيلنجز باوجود مونږ هېواد بيا په درست سمت روان كړو، زمونږ په وړاندې لوے چيلنجز وو چې مخنيوې ئې آسان نه ٶ٬ په معاشي توګه مونږ ستونزو سره مخ ٶ، افراط زر تقريباً تر 30 فيصده رسېدلې ٶ٬ د زرمبادله پانګې په كمېدو وې خو مونږ سخته خواري وكړه ، مسلم ليګ نون لپاره دا صورتحال په وړومبي ځل نه ٶ٬ د دې نه وړاندې په كال 1997 كښې مونږ د معاشي بندېزونو او په نړيواله كچه د تنهائۍ مقابله كړې، په 2013 كښې د توان بحران او د ترهګرۍ چېلنج رامخې ته ٶ، مونږ د ھغې هم په ښه ډول مقابله كړې٬ په كال 2024 كښې د اقتدار سنبھالولو نه وروسته ډېرې سختې او په تندۍ سره مو پرېكړې وكړې ځكه چې پاکستان د اقتصادي بحران نه رابهر كول وو٬ د سختو پرېكړو نتيجې رامخې ته كېږي ۔ ده ووئيل د ټيکس ټو جي ډي پي تناسب تقريباً 8 فيصده نه زياتېدو سره لس فيصده څخه زيات شوے دے، په تېرو دوه كلونو كښې پاکستان بهترين معاشي پرمختګ كړے دے۔ وزير اعظم د حکومت اهمې كاميابۍ رامخې ته كولو سره ووئيل چې افراط زر د 29.2 فيصده نه كمېدو سره 4.5 فيصده ته راغلے دے، د زرمبادله پانګې د 9.2 ارب ډالرو نه زياتېدو سره د 21.2 اربه ډالرو نه زياتې شوې دي، د 10 لكه نه زيات نوې ټېكس وركوٶنكي په نظام كښې شامل شوې دي ٬ حکومتي نظام په پراخه كچه ډيجيټل ته منتقل كړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل د چيلنجز باوجود مونږ هېواد بيا په درست لور روان كړے دے، په نړيواله كچه د پاکستان د کاميابو اعتراف كېږي، د كرېډټ رېټنګ نړيوالې اېجنسۍ د حكومت د معاشي بهترۍ او اصلاحاتو ستائنه كوي۔ ده ووئيل د معاشي اصلاحاتو كار اسان نه ٶ، پاکستان سرمايه کارو لپاره زړه راښكونكې هېواد جوړ دے٬ اقتصادي اصلاحات پاکستان بهتر سباٶن پلو بيايي ، مونږ كاغذي نه، عملي اقدامات كوٶ۔ ده د پي آئي اے نجکاري لوے اقدام ګرځولو سره ووئيل چې دا نجكاري د اوږدې مودې راهسې التواء سره مخ وه۔ وزيراعظم ووئيل چې په پاٶ كم دوه كالو كښې دا اصلاحات څه آسان كار نه ٶ، لسيزو راهسې دا اصلاحات تاخير سره مخ پاتي وو او دا نه عملي كېدل٬ تاخيري چالونه روان وو۔ ده سټرکچرل ريفارمز د حکومت اهمه ايجنډا ګرځولو سره ووئيل دا زمونږ خپل ضرورت دے، د دې نه غېر پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ په لور نشو روانېدې٬ نړيوالو ادارو سره مشاورت سره چې مونږ كوم اصلاحات كړي دا زمونږ په خپله ګټه دي، خپل اولس ته ځواب وركوونكي يو٬ اولس چې مونږ ته كومې ذمه وارۍ راكړې دي ھغه به په ښه ډول ترسره كوو۔ ده ووئيل چې د ايف بي آر ډيجيټائزيش په وړومبي ځل عملي شوې، مالي نظم او ضبط بحال او سرکاري مالياتي نظام مضبوط كړے شوے دے، پاکستان کاروبار لپاره زيات آسان هېواد جوړلو ته پام ګرځولے شوے دے۔ ده ووئيل نننۍ ورځ يوازې د اصلاحاتي پروګرام پېل نه دے٬ د غور و فكر او د عزم د تجديد ورځ ده۔ وزيراعظم د اقتصادي اصلاحاتو په لړ كښې د كار كوٶنكې حكومتي ډلې او د كابينې د غړو ستائنه كولو سره ووئيل دا اوږد او ګران كار دے، اوس نور چېلنجز رامخې ته دي۔ د دې نه وړاندې په وزيراعظم آفس كښې په دستوره كښې وزيراعظم د اقتصادي ګورننس د اصلاحاتو باضابطه پېل وكړو كوم چې معيشت يوازې د اوپن اكانومي استحکام پړاٶ نه بهر كولو سره په نمو اډانه او اصلاحاتو پلو ګرځولې شوې اقتصادي فريم ورك پلو د پرېكنده پېشرفت علامت دے۔ په دې موقع وفاقي وزير سينيټر د اورنګزيب په اصلاحات ايجنډه بشپړ بريفنګ هم وركړو۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د پاکستان د معاشي بحالۍ جاج وړاندې كولو سره په اوپن کلي اكانومي٬ استحكام او د اهمو معاشي اشاريو په بهترۍ تفصيلي رڼا اچولو سره ووئيل چې په تېر مالي كال (2024-25) كښې د هېواد د مجموعي قامي پيداوار شرح نمو 3.1 فيصده كومه چې د مالي كال 26-2025 په وړومبو دريو مياشتو كښې زياتېدو سره 3.71 فيصده ته رسېدلې٬ د ګرانۍ په شرح كښې كمې راغلې او د ګرانۍ شرح كمېدو سره 4.5 فيصد وه٬ د مالي كال 2026 په ابتدائي پنځو مياشتو كښې د موسمياتي عواملو باوجود د افراط زر شرح په 5 فيصده كچه وه۔ د خزانې وزير ووئيل په مالي كال 2023 كښې د جي ډي پي تناسب څخه د سركاري پورونو حجم په مالي كال 2025 كښې 75 فيصده څخه كمېدو سره 70 فيصده پاتې شوے٬ د پورونو په وخت وركولو سره د 3.5 ټريلين روپو بچت شوے، پاليسي ريټ د جون 2024ء د 22 فيصده نه كمېدو سره 10.5 فيصده كچې ته راغلے ۔ د خزانې وزير بهرنۍ او د مالياتي څانګې په اشاريو كښې په ځانګړې بهترۍ هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل چې د سټيټ بينك د زرمبادله پانګې 15.9 اربه ډالرو ته رسېدلې دي كومې چې تېرو څلورو كالو كښې تر ټولو په لوړه كچه دي او درآمدي ضرورتونو لپاره د زرمبادله کوريج زياتېدو سره 2.6 مياشتو ته رسېدلې٬ د مالي كال په ابتدائي پنځو مياشتو كښې د حسابات جاريه د کھاتو خساره 812 ملين امريکي ډالره وه كومه چې د مقرر هدف دننه ده۔ د خزانې وزير ووئيل په سږني كال كښې ترسيلات زر زياتېدو سره 38 اربه ډالرو ته رسېدلې، د روشن ډيجيټل اکائونټس د لارې د ترسيلات زر حجم 11.5 اربه ډالرو ته رسېدلې۔ د اصلاحاتي ډھانچے وضاحت كولو سره د خزانې وزير ووئيل چې د ټېکسېشن، توان، نجکارۍ، سرکاري ملکيتي ادارو، ډيجيټل ګورننس، د ټيرف معقوليت، پنشن اصلاحات، د وفاقي حکومت په حجم كښې كمې (رائيټ سائزنګ) او د قرضونو د انتظام پشمول په يو شمېر څانګو كښې په کليدي ډھانچه جاتي اصلاحات عملدرآمد جاري دے۔ ده د موډيز، فچ، اېس اينډ پي ګلوبل ريټنګز، نړيوال مالياتي فنډ، نړيوال بېنك او د اسيائي پرمختيائي بينك پشمول د نړيوالو شراكتدارو لخوا مثبت توثيق سره سره په هېواد كښې د كاروبار او د صارفينو زيات شوې باور هم حواله وركړه۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم وژن اداره جاتي اصلاحات لا قوي كولو پلو ګرځولې شوے دے چې پكښې د مارکيټ ګورننس بهتري، ريګوليټري او د ټيکس پاليسو پيشنګوئي د استحکام وړ كول باوري كېدل، اولسي ماليات او د سرمايه کارۍ نظم و نسق مستحکم کول او د لوظنامو د موثره نفاذ بهترول شامل دي۔ فاقي وزير د اصلاحاتو د نفاذ راتلونكي پړاٶ خاكه وړاندې كړه كومه چې به په درې بنيادي څانګو اډانه وي، نګراني به سينئر کابينه كوي، د خزانې وزارت به د سيکريټريټ په توګه كار كوي او پرمختيائي شراکت دار په خاص توګه د تکنيکي يونټ معاونت كوي دغسې چې په پاليسو مسلسل مكالمه او د اصلاحاتو تسلسل باوري كړې شي

مزید خبریں