معاشي بهترۍ لپاره اصلاحات ضروري دي، د سختو پريكړو نتيجې رامخې ته كيږي٬ په دوه كالو كښې پاكستان بهترين معاشي پرمختګ كړے دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي ګورننس اصلاحات مخ كتنې دستورې ته د ويډيو لنك د لارې وينا

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف معاشي بهترۍ لپاره اصلاحات ضروري ګرځولو سره وئيلي دي چې د سختو پرېكړو نتيجې رامخې ته كېږي٬ په دوه كالو كښې پاكستان بهترين معاشي پرمختګ كړے دے ، غېر متزلزل عزم سره مو د چېلنجز مقابله كړې او هېواد په درست جهت روان شوے، كه دې رفتار سره مخ په وړاندې لاړو نو كاميابي زمونږ مقدر ده۔ د دې خيالاتو …

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف معاشي بهترۍ لپاره اصلاحات ضروري ګرځولو سره وئيلي دي چې د سختو پرېكړو نتيجې رامخې ته كېږي٬ په دوه كالو كښې پاكستان بهترين معاشي پرمختګ كړے دے ، غېر متزلزل عزم سره مو د چېلنجز مقابله كړې او هېواد په درست جهت روان شوے، كه دې رفتار سره مخ په وړاندې لاړو نو كاميابي زمونږ مقدر ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اقتصادي ګورننس اصلاحاتو مخ كتنې دستورې ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب پشمول وفاقي وزيران٬ د حكومت د معاشي ډلې غړي او لوړ پوري سركاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم د حکومت په معاشي كاميابو رڼا اچولو سره ووئيل كله څخه چې مونږ اقتدار ترلاسه كړې نو مونږ ته سخت چيلنجز سره مخ معيشت په ورثه كښې ترلاسه شو، د چيلنجز باوجود مونږ هېواد بيا په درست سمت روان كړو، زمونږ په وړاندې لوے چيلنجز وو چې مخنيوې ئې آسان نه ٶ٬ په معاشي توګه مونږ ستونزو سره مخ ٶ، افراط زر تقريباً تر 30 فيصده رسېدلې ٶ٬ د زرمبادله پانګې په كمېدو وې خو مونږ سخته خواري وكړه ، مسلم ليګ نون لپاره دا صورتحال په وړومبي ځل نه ٶ٬ د دې نه وړاندې په كال 1997 كښې مونږ د معاشي بندېزونو او په نړيواله كچه د تنهائۍ مقابله كړې، په 2013 كښې د توان بحران او د ترهګرۍ چېلنج رامخې ته ٶ، مونږ د ھغې هم په ښه ډول مقابله كړې٬ په كال 2024 كښې د اقتدار سنبھالولو نه وروسته ډېرې سختې او په تندۍ سره مو پرېكړې وكړې ځكه چې پاکستان د اقتصادي بحران نه رابهر كول وو٬ د سختو پرېكړو نتيجې رامخې ته كېږي ۔ ده ووئيل د ټيکس ټو جي ډي پي تناسب تقريباً 8 فيصده نه زياتېدو سره لس فيصده څخه زيات شوے دے، په تېرو دوه كلونو كښې پاکستان بهترين معاشي پرمختګ كړے دے۔ وزير اعظم د حکومت اهمې كاميابۍ رامخې ته كولو سره ووئيل چې افراط زر د 29.2 فيصده نه كمېدو سره 4.5 فيصده ته راغلے دے، د زرمبادله پانګې د 9.2 ارب ډالرو نه زياتېدو سره د 21.2 اربه ډالرو نه زياتې شوې دي، د 10 لكه نه زيات نوې ټېكس وركوٶنكي په نظام كښې شامل شوې دي ٬ حکومتي نظام په پراخه كچه ډيجيټل ته منتقل كړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل د چيلنجز باوجود مونږ هېواد بيا په درست لور روان كړے دے، په نړيواله كچه د پاکستان د کاميابو اعتراف كېږي، د كرېډټ رېټنګ نړيوالې اېجنسۍ د حكومت د معاشي بهترۍ او اصلاحاتو ستائنه كوي۔ ده ووئيل د معاشي اصلاحاتو كار اسان نه ٶ، پاکستان سرمايه کارو لپاره زړه راښكونكې هېواد جوړ دے٬ اقتصادي اصلاحات پاکستان بهتر سباٶن پلو بيايي ، مونږ كاغذي نه، عملي اقدامات كوٶ۔ ده د پي آئي اے نجکاري لوے اقدام ګرځولو سره ووئيل چې دا نجكاري د اوږدې مودې راهسې التواء سره مخ وه۔ وزيراعظم ووئيل چې په پاٶ كم دوه كالو كښې دا اصلاحات څه آسان كار نه ٶ، لسيزو راهسې دا اصلاحات تاخير سره مخ پاتي وو او دا نه عملي كېدل٬ تاخيري چالونه روان وو۔ ده سټرکچرل ريفارمز د حکومت اهمه ايجنډا ګرځولو سره ووئيل دا زمونږ خپل ضرورت دے، د دې نه غېر پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ په لور نشو روانېدې٬ نړيوالو ادارو سره مشاورت سره چې مونږ كوم اصلاحات كړي دا زمونږ په خپله ګټه دي، خپل اولس ته ځواب وركوونكي يو٬ اولس چې مونږ ته كومې ذمه وارۍ راكړې دي ھغه به په ښه ډول ترسره كوو۔ ده ووئيل چې د ايف بي آر ډيجيټائزيش په وړومبي ځل عملي شوې، مالي نظم او ضبط بحال او سرکاري مالياتي نظام مضبوط كړے شوے دے، پاکستان کاروبار لپاره زيات آسان هېواد جوړلو ته پام ګرځولے شوے دے۔ ده ووئيل نننۍ ورځ يوازې د اصلاحاتي پروګرام پېل نه دے٬ د غور و فكر او د عزم د تجديد ورځ ده۔ وزيراعظم د اقتصادي اصلاحاتو په لړ كښې د كار كوٶنكې حكومتي ډلې او د كابينې د غړو ستائنه كولو سره ووئيل دا اوږد او ګران كار دے، اوس نور چېلنجز رامخې ته دي۔ د دې نه وړاندې په وزيراعظم آفس كښې په دستوره كښې وزيراعظم د اقتصادي ګورننس د اصلاحاتو باضابطه پېل وكړو كوم چې معيشت يوازې د اوپن اكانومي استحکام پړاٶ نه بهر كولو سره په نمو اډانه او اصلاحاتو پلو ګرځولې شوې اقتصادي فريم ورك پلو د پرېكنده پېشرفت علامت دے۔ په دې موقع وفاقي وزير سينيټر د اورنګزيب په اصلاحات ايجنډه بشپړ بريفنګ هم وركړو

مزید خبریں