کوئټه۔ 31 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د نوي كال 2026 په موقع ټول قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي نوے كال يوازې د يو نوي سفر پيل نه بلكې د خپل حالت پياوړې كولو په زړه پورې موقع هم ده۔ ده ووئيل دا خبره كول ضروري ګڼم چې د ميډيا كورېج او تشهير په لحاظ سره كال 2025 زما په سياسي كېريئر كښې …
نوے كال يوازے د يو نوي سفر پيل نه بلكې د خپل حالت پياوړې كولو په زړه پورې موقع هم ده: د بلوچستان ګورنر د نوي كال 2026 په موقع اولس ته مباركي

مزید خبریں
کوئټه۔ 31 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د نوي كال 2026 په موقع ټول قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي نوے كال يوازې د يو نوي سفر پيل نه بلكې د خپل حالت پياوړې كولو په زړه پورې موقع هم ده۔ ده ووئيل دا خبره كول ضروري ګڼم چې د ميډيا كورېج او تشهير په لحاظ سره كال 2025 زما په سياسي كېريئر كښې تر ټولو زيات مؤثر كال پاتي شو۔ د بلوچستان ګورنر په حېث د بېلو هېوادونو سفيرانو او نړيوالو پلاويو سره د هېواد او سيمې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ملاقاتونو سره سره زما بېلې سركاري دورې په خاص توګه د روسيه او چين دوره به زما د ژوند زرين يادونه وي۔ ده ووئيل دا خبره زمونږ لپاره د وياړ او خوشحالۍ ده چې په تېر كال كښې مونږ د پېښو چېلنجونو باوجود د راتلونكو نسلونو د غوره سباؤن تشكيلولو عزم كښې ثابت قدم پاتې شوو۔ د كال 2025 د وياړ وړ كاميابو كښې يوه كاميابي د بلوچستان ټول پبلك سېكټر پوهنتونونه د بحران حالت نه ويستلو سره لوړ بام ته رسول هم دي۔ ده ووئېل د پاك پروردګار په فضل او بيا زمونږ د زياتو ستړو له امله نزدې د صوبې د ټولو سركاري پوهنتونونو رېنكنګ او اسكورنګ يو په دوه شو۔ ده ووئيل مونږ له به معاشي پرمختګ ته وده وركول ٬ امن او سلامتيا باوري كولو او ټولو وګړو ته يو برابر موقعې وركولو له هڅې ته تندول دي۔ ده ووئيل باور لرم چې مونږ ټول به په ګډه د يو لوستې او پرمختګ كړي بلوچستان خوب ريښتيا كولو له نوې كاميابۍ ترلاسه كړو ۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې مونږ ته د خپل اولس د نور خذمت او د هېواد او قام حقيقي رغونې او پرمختګ لپاره خاص توفيق راكړي۔ آمين










