د ټي ټي ايس سکيل له مخې د بهرتي شوو استاذانو پيكچ به د ماركيټ له مخې مسابقتي كولې شي۔ د وفاقي وزير احسن اقبال غونډې ته وينا

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د منصوبندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په تعليمي ادارو كښې د بهرتيو لپاره د پے انګ سکيل نظام جاج اخستو لپاره د جوړ كړي ټاسك فورس اوومه غونډه شوې٬ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د ټي ټي ايس سکيل له مخې د بهرتي شوو استاذانو پېكچ به د ماركيټ له مخې مسابقتي كوٶ۔ ده وئيل د مسلم …

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د منصوبندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په تعليمي ادارو كښې د بهرتيو لپاره د پے انګ سکيل نظام جاج اخستو لپاره د جوړ كړي ټاسك فورس اوومه غونډه شوې٬ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د ټي ټي ايس سکيل له مخې د بهرتي شوو استاذانو پېكچ به د ماركيټ له مخې مسابقتي كوٶ۔ ده وئيل د مسلم ليګ ن په حكومتونو كښې اېچ اي سي ته زيات فنډز وركړے شوے٬ صوبائي واكمنو له به هم د اېچ اي سي په څانګه كښې نورې ذمه وارۍ تر سره كول وي۔ احسن اقبال امر وكړو چې قابل او صلاحيت لرونكو استاذانو ته د كاركردګۍ په بنياد مراعات وركولو لپاره موثره لائحه دې جوړه كړې شي٬ ده ووئيل د صلاحيت لرونكو استاذانو په تعليمي ادارو كښې خدمات په ځاے ساتلو لپاره موثر اقدامات كوٶ۔ ده زياته كړه چې د پوهنتونونو معيار د استاذانو معيار سره تړلے دے، د تعليم اعلٰې ادارې دې د هېواد د معاشي مسئلو حل كښې كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د ټي ټي ايس سکيل له مخې د بهرتي شوو استاذانو پېكچ به د ماركيټ له مخې مسابقتي جوړوو۔

مزید خبریں