اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سعودي عربستان د تبوك ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبد العزيز سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې شهزاد فهد بن سلطان بن العزيز نائب وزيراعظم سره خبرو كښې هغه ته د نوې كال مباركي وركړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم هم هغه لپاره د نېكو …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د تبوك ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزيز سره ټيليفوني تماس

مزید خبریں
اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سعودي عربستان د تبوك ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبد العزيز سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې شهزاد فهد بن سلطان بن العزيز نائب وزيراعظم سره خبرو كښې هغه ته د نوې كال مباركي وركړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم هم هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره هغه له د نوي كال مباركي وركړه۔ د تبوك ګورنر په تېر وخت كښې اسحاق ډار سره د مثبت ملاقات ذكر كولو سره ده له د تبوك دورې بلنه وركړه۔ په خبرو كښې د شريكې خوښې په څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو كښې خوښي ښكاره كړې شوه۔ نائب وزیراعظم سېنېټر اسحاق ډار پاك سعودي اړيكو ته ودې وركولو كښی د شهزاده فهد ذاتي خوښي وستائېله۔










