اليكشن ټربيونل ٬ د ډاكټر ياسمين راشد د انتخابي عذردارۍ خواست خارج ٬ اين اے 130 څخه د مياں نواز شريف د كاميابۍ نوټيفكيشن درست وګرځولے شو

لاهور۔30دسمبر(اے پی پی) الېکشن ټربیونل د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 130 كښې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د كاميابۍ په ضد د پاكستان تحريك انصاف لارښودې ياسمين راشد لخوا د دائر كړې شوي انتخابي عذردارۍ خواست خارج كړو۔ د الېکشن ڼربېونل جج رانا زاهد محمود د فريقېنو د وكيلانو دلائل اورېدو څخه وروستو پرېكړه محفوظ كړه۔ الېکشن ټربیونل په انتخابی عذردارۍ محفوظ پرېكړه اورولو سره ووئيل د ډاكټر ياسمين …

لاهور۔30دسمبر(اے پی پی) الېکشن ټربیونل د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 130 كښې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د كاميابۍ په ضد د پاكستان تحريك انصاف لارښودې ياسمين راشد لخوا د دائر كړې شوي انتخابي عذردارۍ خواست خارج كړو۔ د الېکشن ڼربېونل جج رانا زاهد محمود د فريقېنو د وكيلانو دلائل اورېدو څخه وروستو پرېكړه محفوظ كړه۔ الېکشن ټربیونل په انتخابی عذردارۍ محفوظ پرېكړه اورولو سره ووئيل د ډاكټر ياسمين راشد خواست د سماعت قابل نه دے٬ له دې كبله په تكنيكي بنيادونو خارج كولے شي۔ د عدالتی پرېكړې څخه وروستو به اېن اے 130 څخه د مياں نواز شريف د كامياب نوټيفكېشن برقرار پاتے وي۔ دا خبره دې ياده وي چې ياسمين راشد د ټول ټاكنو نتيجې كالعدم ګرځولو سره د بيا ټاكنو كولو استدعا كړې وه بياهم عدالت د قانوني سقم په بنياد خواست مستدر كړو

مزید خبریں