د انفارميشن سروس اكيډمي د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز په مرسته د ” هند جارحيت او د پاكستان ستراتيژكي غبرګون: د سباؤن په لائحه غور” ستراتيژكي ډائيلاګ

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) انفارمېشن سروس اکېډمي (آئي اېس اے) د انسټی ټیوټ آف ریجنل سټډیز (آئي آر اېس) اسلام آباد په مرسته په آئي اېس اے آډیټوریم كښې د " هند جارحيت او د پاكستان ستراتيژكي غبرګون: د سباؤن په لائحه د غور" په سر خط ستراتيژكي ډائيلاګ وكړو٬ په سوئيلي آسيا كښې د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي په تناظر كښې يۍ د باخبره ، معروضي او تحقیقي مکالمې په …

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) انفارمېشن سروس اکېډمي (آئي اېس اے) د انسټی ټیوټ آف ریجنل سټډیز (آئي آر اېس) اسلام آباد په مرسته په آئي اېس اے آډیټوریم كښې د ” هند جارحيت او د پاكستان ستراتيژكي غبرګون: د سباؤن په لائحه د غور” په سر خط ستراتيژكي ډائيلاګ وكړو٬ په سوئيلي آسيا كښې د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي په تناظر كښې يۍ د باخبره ، معروضي او تحقیقي مکالمې په اهميت زور راوړو۔ په دې مكالمه كښې سینئر عسکری چارواكو ٬ سفارتكارو ٬ د تعليم پوهانو ٬ پالېسي پوهانو ٬ د ميډيا استازو او زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ دوي په سوئيلي آسيا كښې د سلامتيا په بدلېدونكې سيمه ايز صورتحال او د پاكستان په ستراتيژكي نقطه نظر د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دستورې ته د پرانستې خطاب كښې د آئي اېس اے ډي جي عمرانه وزير ګډون كوؤنكو ته هركلے اووې او په سوئيلي آسيا كښې د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي په تناظر كښې يۍ د باخبر، معروضي او تحقیقي مکالمې په اهميت زور راوړو۔ دې د پاكستان ستراتيژكي صلاحيتونه په ډاګه كولو سره ووئيل په رامخې ته كېدونكو سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو قابو موندلو له اجتماعي فكري هڅې ضروري دي۔ په ډائيلاګ كښې پخواني د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټی چيئرمېن جنرل (ر) زبېر محمود حیات د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ ده د روان پېشرفت په تناظر كښی د بېدار پاتې كېدو او ستراتيژكي پوهې په اهميت زور راوړو۔ د ده وېنا وه چې تلپاتي امن لپاره بشپړ امنيت ضروري دے۔ ده په هند زو راوړو چې هغه آپرېشن سندور پرېدې او د سفارتكارۍ٬ حقيقت پسندۍ او زغم لاره خپله كړي۔ وروستو د پوښتنو او ځواب سېشن وشو په كوم كښې چې د بېلو پوهنتونونو زده كوؤنكو پوښتنې وكړې چې ورسره مكالمه لا فعاله او په علمي توګه مضبوطه شوه۔ د پايې خطاب كښې اي ډي د ډائيلاګ د مهمو نكتو خلاصه وړاندې كړه او دا باور يې څرګند كړو چې پاکستان د ستراتيژكي بصيرت او زيركو پرېكړو د لارې د سباؤن په امنيتي چلېنجو كاميابۍ سره د قابو موندلو صلاحيت لري

مزید خبریں