پاكستان د پانډا بانډ اجراء لپاره چمتو دے، پاك چين اقتصادي شراكت داري نوې پړاٶ پراؤ ته رسېدلې۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سي جي ټي اين سره مركه

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاكستان په راتلونكو اوونيو كښې د چين په كيپيټل ماركيټ كښې د پانډا بانډ جاري كولو لپاره چمتو دے او دا اقدام د پاكستان او چين ترمېنځه مالي او اقتصادي اړيكو ته لا دې وركولو پلو يو اهم پېشرفت دے۔ دا خبره ده چائنا ګلوبل ټيلي وژن نيټ ورك سره خپلې مركه كښې كړې۔ …

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاكستان په راتلونكو اوونيو كښې د چين په كيپيټل ماركيټ كښې د پانډا بانډ جاري كولو لپاره چمتو دے او دا اقدام د پاكستان او چين ترمېنځه مالي او اقتصادي اړيكو ته لا دې وركولو پلو يو اهم پېشرفت دے۔ دا خبره ده چائنا ګلوبل ټيلي وژن نيټ ورك سره خپلې مركه كښې كړې۔ ده ووئيل د پاكستان او چين دوه اړخيزه اړيكې پرله پسې مضبوطې، مستحكمې او متنوع كېږي او دا اړيكې يوازې تر بنيادي ډهانچې محدود نه دي بلكې په يو پراخه ماركيټ اډانه په اقتصادي شراكت دارۍ بدلې شوي۔ ده چين د پاكستان لويې تجارتي شراكتدار ګرځولو سره ووئيل سږ كال په وړومبو اته مياشتو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي حجم نزدې تر 17 اربه امريكائي ډالرو رسېدلے دے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړېكې د لسيزو راهسې پرله پسې مضبوطېږي او چين په هر نړيوال فورم د پاكستان مرسته كړې ده٬ د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې د چين كردار په خاصي توګه د سي پېك ذريعه ډېره مهمه ده٬ كومه چې د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو ځانګړې منصوبه ده٬ ده ووئېل د سي پېك په وړومبي پړاٶ كښې سړكونو٬ بندرځايونو٬ اېئر پورټ او د توان منصوبو پشمول بنيادي ډهانچې پلو پام لرنه شوې او د صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي چيانګ سره سږ كال د لوړې كچې ملاقاتونو نه وروستو د سي پيك دوېم پړاٶ په رسمي توګه پېل شوے دے٬ په دې كښې پړاٶ كښې د موجوده انفراسټركچرپه معاشي توګه موثر كولو ته پاملرنه روانه ده او دا پړاٶ زياتره په بزنس ټو بزنس مرستې اډانه دے كوم چې د نجي څانګې په مشرۍ كښې تل پاتي پرمختګ پلو يو واضحه پېشرفت دے۔ د پاكستان د اقتصادي ترجيحات په اړه د پوښتنې په ځواب سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل كر كېله، معدنيات او كان كني، مصنوعي ذهانت او ډيجيټل معيشت ھغه څانګې دي چې پكښې د چين سرمايه كاري زياتېږي٬ په دې پړاٶ كښې مرسته يوازې تر سرمايه كارۍ محدود نه ده بلكې د علم منتقلي او تكنيكي معاونت ته هم خاص اهميت وركړے كېږي۔ ده ووئيل د زرګونو په شمېر د پاكستان زرعي ګريجويټس د چين په پوهنتونونو كښې داخل شوي دي دغسې چې جديد زرعي طريقې زده كولو سره پاكستان ته راستون شي چې ورسره به د هېواد زرعي څانګه جديد جوړولو او پېداوار زياتولو له مرسته تر لاسه شي۔ ده اعتراف وكړو چې په ماضي كښې پاكستان د دې ماركيټ څخه بشپړه ګټه پورته نه كړې شوې خو اوس مونږ ته د چين د سرمايه كارو لخوا د مثبت غبرګون هيله لرو٬ د سباون منظر نامې په اړه وفاقي وزير ووئيل چ د پاكستان او چين ترمېنځه اوس يو واضحه سټراټېژك او اقتصادي روډ ميپ موجود دے، كوم چې په دې وروستيو كښې د لوړې كچې دوه اړخيزه ملاقاتونو پشمول د شنګھائي تنظيم غونډې په موقع د ملاقتونو نه رامخې ته شوے ۔ ده ووئيل دواړو هېوادونه نه يوازې په جغرافيائي او سياسي ترجيحات همغږي لري بلكې د اوږدې مودې په اقتصادي ايجنډا هم متفق دي كومه چې به په راتلونكو كلونو كښې د پاك چين په تل پاتې، سدا بهار اوستراتېژك مرستې اډانه همكاري لا قوي كړي۔