وفاقي وزير حنيف عباسي 38 لكه روپۍ خپل مالك ته رسوؤنكي پوليس اهلكار لپاره نغد انعام اعلان كړو

اسلام آباد۔ 30 دسمبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير حنیف عباسی د رېلوے پوليس کانسټېبل راؤ شریف لخوا د ايماندارۍ اعلی مثال په جوړولو هغه له د يو لك روپو نغد انعام اعلان كړے دے۔ د رېلوے وزير په ډاګه كړه چې دا روپۍ به زه له خپل جېب څخه ادا كوم دغسې چې د فرض شناس اهلكارو ډاډګيرنه وكړې شي۔ كانسټېبل راؤ شريف ته د خپل فرض ترسره …

اسلام آباد۔ 30 دسمبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير حنیف عباسی د رېلوے پوليس کانسټېبل راؤ شریف لخوا د ايماندارۍ اعلی مثال په جوړولو هغه له د يو لك روپو نغد انعام اعلان كړے دے۔ د رېلوے وزير په ډاګه كړه چې دا روپۍ به زه له خپل جېب څخه ادا كوم دغسې چې د فرض شناس اهلكارو ډاډګيرنه وكړې شي۔ كانسټېبل راؤ شريف ته د خپل فرض ترسره كولو په مهال په ټرېن كښې يو بېګ ترلاسه شوے ؤ كوم كښې چې 38 لكه روپۍ وې۔ دا بېګ د كراچۍ د يو سوداګر محسن ؤ كوم چې راؤ شريف په ايماندارۍ سره خپل اصل مالك ته په روهړي اسټېشن وركړو۔ وفاقي وزير کانسټېبل راؤ شریف ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د راؤ شريف په څير ايماندار او خپل فرض پېژندونكې كسان د رېلوے اصل څېره ده۔ ده ووئيل ایمانداري او فرض شناسي د رياستي ادارو اصل طاقت وي او داسې اقدامات سره په سركاري ادارو د اولس باور زياتېږي