پاكستانے سفارتكار رفيع الدين خاورو ته وسپارلے شو

نیویارک ۔30 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان سفارتكار رفيع الدين څوك چې د خالي په ورځ په حق رسېدلے ؤ په نيو جرسي كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ نوموړي سفارتكار رفيع الدين تر څو لسيزو په ملګرو ملتونو كښې په اعلی عهدو خپل خذمات ترسره كړل او له اوږدې ناروغۍ وروستو د نيويارك په يو روغتون كښې د 93 كالو په عمر كښې په حق ورسېد۔ د هغه د جنازې …

نیویارک ۔30 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان سفارتكار رفيع الدين څوك چې د خالي په ورځ په حق رسېدلے ؤ په نيو جرسي كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ نوموړي سفارتكار رفيع الدين تر څو لسيزو په ملګرو ملتونو كښې په اعلی عهدو خپل خذمات ترسره كړل او له اوږدې ناروغۍ وروستو د نيويارك په يو روغتون كښې د 93 كالو په عمر كښې په حق ورسېد۔ د هغه د جنازې لمونځ كښې د هغه ملګرو او د كورنۍ ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عثمان جدون د جنازې لمونځ كښې د پاكستاني حكومت نمائندګي وكړه۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب عاصم افتخار په خپل بيان كښې رفيع الدين ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه په نړيواله سفارتكارۍ كښې يو ځانګړے شخصيت ؤ۔ د هغه په حق رسېدل پاكستان او ملګرو ملتونو لپاره يو لوے زيان دے۔ ارواښاد په ملګرو ملتونو كښې په لويو منصبونو پاتې كېدو سره په زړه پورې خذمات ترسره كړل۔ د هغه په پسماندګانو كښې دوه ځامن ضياﺀ الدين او كمال الدين دے۔ د ارواښاد كورودانې نګهت احمد په كال 2023 كښې په حق رسېدلې وه۔