اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې بېګم خالده ضياﺀ په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې په حق رسېدو د زړه له كومي د غم او دړد څرګندونه كوو۔ صدر آصف علی زرداری د پخوانۍ وزيراعظمې كورنۍ او د بنګله دېش …
د صدر آصف علي ز رداري د بيګم خالده ضياﺀ په مړينه د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې بېګم خالده ضياﺀ په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې په حق رسېدو د زړه له كومي د غم او دړد څرګندونه كوو۔ صدر آصف علی زرداری د پخوانۍ وزيراعظمې كورنۍ او د بنګله دېش اولس سره د زړه له كومي غمرازي كولو سره ووئيل چې د ارواښادې مشرتابه او خذمات به احترام سره ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










