د وزيراعظم شهباز شريف د پخوانۍ وزيراعظمې خالد ضياﺀ په مړينه د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بنګله ديش پخوانۍ وزيراعظمې او د بنګله دېش نېشنلسټ پارټي (بي اېن پي) چيئر پرسن بيګم خالد ضياﺀ په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ په اېكس د غمرازۍ خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف د بېګم خالده ضياﺀ خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د بنګله دېش پرمختګ او …

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بنګله ديش پخوانۍ وزيراعظمې او د بنګله دېش نېشنلسټ پارټي (بي اېن پي) چيئر پرسن بيګم خالد ضياﺀ په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ په اېكس د غمرازۍ خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف د بېګم خالده ضياﺀ خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د بنګله دېش پرمختګ او سوكالۍ لپاره د ارواښادې خذمات به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ وزیر اعظم ووئيل بېګم خالده ضياﺀ د پاكستان مخلص ملګرې وه٬ د غم په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او او اولس د بنګله دېش اولس سره يو برابر ولاړ دے۔ ده په دې سخت وخت كښې د بېګم خالده ضياﺀ كورنۍ ٬ ملګرو او د بنګله دېش اولس سره خواخوږي كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔