اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ون چائنا پالېسۍ په شمول په ټولو بنيادي چارو چين لپاره د پاكستان د نه بدلېدونكي مرستې پخلے كړے دے۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق سره د عوامي جمهوريه چين سفیر جیانګ زائی ډونګ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د چين سفير نائب …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د چين سفير ملاقات ٬ د ون چائنا پاليسۍ پشمول په ټولو بنيادي چارو چين لپاره د پاكستان د نه بدليدونكې مرستې پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ون چائنا پالېسۍ په شمول په ټولو بنيادي چارو چين لپاره د پاكستان د نه بدلېدونكي مرستې پخلے كړے دے۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق سره د عوامي جمهوريه چين سفیر جیانګ زائی ډونګ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د چين سفير نائب وزيراعظم ته د چين د خارجه وزير لخوا د نوي كال مباركي او ده لپاره نېكې هيلې ورسولې۔ نائب وزیر اعظم / خارجه وزير د پاكستان سيمه ايزې سلامتيا ٬ خپلواكۍ او قامي پرمختګ لپاره د چين د بشپړ او پرله پسې ملاتړ ستائنه وكړه۔ نائب وزيراعظم د ون چائنا پالېسۍ په شمول په ټولو بنيادي چارو چين لپاره د پاكستان د نه بدلېدونكي مرستې پخلے وكړو۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان عوامي جمهوريه چين د چين نمائندګي كونكے يوازينے جائز حكومت تسليموي او تائيوان د چين نه تقسيمېدونكې برخه ګڼي۔ د ملاقات په مهال فريقېنو د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو مجموعي صورتحال جاج واغست او په دې خبره يۍ اتفاق وكړو چې پاک چین سټرېټجک همكاري د پاكستان د خارجه پالېسۍ يوه بنيادي ستن او په منطقه كښې د امن او استحكام ضامن ده










