ارواښاد پير مختار الدين شاه د امت قيمتي اثاثه وه ٬ د هغوي خدمات به عمر له ياد ساتلے شي٬ موولانا فضل الرحمان

اسلام آباد ۔29 دسمبر ٠اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي ارواښاد پير مختار الدين شاه د امت قيمتي اثاثه ؤ او نن امت د قيمتي اثاثې نه محروم شو۔ د جمعيت علمائے اسلام ميډيا سېل نه جاري بيان تر مخه مولانا فضل ارحمان ووئېل پير مختار الدين شاه د كربوغه غوندې پسمانده سيمه كښې د ايمان ٬ اخلاص او تقوې شمع روښانه …

اسلام آباد ۔29 دسمبر ٠اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي ارواښاد پير مختار الدين شاه د امت قيمتي اثاثه ؤ او نن امت د قيمتي اثاثې نه محروم شو۔ د جمعيت علمائے اسلام ميډيا سېل نه جاري بيان تر مخه مولانا فضل ارحمان ووئېل پير مختار الدين شاه د كربوغه غوندې پسمانده سيمه كښې د ايمان ٬ اخلاص او تقوې شمع روښانه كړې٬ د ارواښاد سره مونږ دوستانه مراسم لرل٬ پير مختار الدين شاه په اسلامي شعار د غېرت مظاهره كونكے بزرګ ؤ۔ ده ووئېل د ارواښاد قامي ٬ ملي ٬ ديني ٬علمي ٬ خانقاهي ٬ تصنيفي او ګڼ اړخيزه خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې د هغه خدمات د هغه لپاره صدقه وګرځوي ۔ ده ووئېل حق رسېدلے د خپلې كورنۍ سره د ټول پاكستان اهل علم او په ذاتي توګه زه ٬ زما كورنۍ او ګوند ډېر غمجن كړو٬ ټول د غمرازۍ څرګندونه كوو او ځان د تعزيت مستحق ګڼم٬ لوي څښتن دې ټولو له صبر وركړي