حكومت د ايس ايم ايز پرمختګ او په قومي معيشت كښې د دې كردار مضبوطولو لپاره هڅې كوي: هارون اختر خان

اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د سمال اېنډ مېډیم انټرپرائزز ډوېلپمنټ اتھارټی (سمیډا) نړيوال کنسلټنسی فرم اے ټي کیئرني سره د اعلی كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د سمال اېنډ میډیم انټرپرائزز د بشپړ بزنس پلان جاج واغستلے شو۔ په غونډه كښې د سمېډا بورډ غړو هم ګډون وكړو۔ په دې مهال په اېس اېم ايز بزنس پلان بريفنګ وركړے …

اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د سمال اېنډ مېډیم انټرپرائزز ډوېلپمنټ اتھارټی (سمیډا) نړيوال کنسلټنسی فرم اے ټي کیئرني سره د اعلی كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د سمال اېنډ میډیم انټرپرائزز د بشپړ بزنس پلان جاج واغستلے شو۔ په غونډه كښې د سمېډا بورډ غړو هم ګډون وكړو۔ په دې مهال په اېس اېم ايز بزنس پلان بريفنګ وركړے شو او په دې بشپړ غور وكړے شو۔ د صنعت او پېداوار وزارت له مخې په دې موقع خپلو خبرو كښې هارون اختر خان ووئيل اېس اېم ايز بزنس پلان ټولو اړوندو سټېك هولډرز سره پراخه مشاورت څخه وروستو جوړ كړے شوے چې په نتيجه كښې يې يو بشپړ پالېسي پېكج رامخې ته شوے دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د وزيراعظم شهباز شريف د اېس اېم ایز بااختياره جوړولو وژن اولس عملي شكل اختيار كړے دے۔ ده ووئيل دا به پېداواري صلاحيت باوري كړي او د پاكستان په اېس اېم اي سېكټر كښې د موجود صلاحيت كارولو كښې به مرسته وكړي۔ ده ووئيل کریډټ ته محدود لاس رسنه ، د موسمياتي بدلون اثرات او د كم پېداوار په څير پخوانۍ مسئلې به د دې منصوبې لاندې په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ هارون اختر خان د دې عزم پخلے وكړو چې د وزيراعظم شهباز شريف نېغ په نېغه نګرانۍ كښې حكومت د اېس اېم ايز پرمختګ او قومي معيشت كښې د دې كردار مضبوطولو له شپه او ورځ هڅې كوي۔ ده زياته كړه چې په اېس اېم ايز بزنس پلان يو بشپړ پرېزنټېشن جوړ كړے شوے كوم به چې يو څو ورځو كښې وزيراعظم ته وړاندې كړے شي۔ په بزنس پلان كښې د مېرمنو په اېس اېم ایز كښې شموليت او معاونت لپاره خصوصي اقدامات هم شامل كړے شوي كوم چې د دې خبرې عكاسي كوي چې وزيراعظم مېرمنې د معيشت يو مهم محرك قوت ګڼي۔ ده غونډې ته ووئيل اېس اېم ايز بزنس پلان به درې كلنه وي او په دې به سل فيصده عملدرآمد باوري كولې شي