اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی) د خزانې سلاكار خرم شهزاد وئيلي دي په كال 2025ﺀ كښې پاكستان د اسلامي ماليات په څانګه كښې تاريخي او ښكاره پيشرفت كړے ٬ دوه ټريلين روپو څخه د زيات ماليت سكوك جاري كړے شول۔ د ګل په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه اېكس جاري خپل پېغام كښې ده ووئيل په كال 2025ء كښې د خزانې وفاقي وزارت د خپل ډېبټ مېنجمنټ آفس …
په كال 2025ﺀ كښې پاكستان د اسلامي ماليات په څانګه كښې تاريخي او ښكاره پيشرفت كړے ٬ دوه ټريلين روپو څخه د زيات ماليت سكوك جاري كړېے شول ٬ د خزانې سلاكار خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی) د خزانې سلاكار خرم شهزاد وئيلي دي په كال 2025ﺀ كښې پاكستان د اسلامي ماليات په څانګه كښې تاريخي او ښكاره پيشرفت كړے ٬ دوه ټريلين روپو څخه د زيات ماليت سكوك جاري كړے شول۔ د ګل په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه اېكس جاري خپل پېغام كښې ده ووئيل په كال 2025ء كښې د خزانې وفاقي وزارت د خپل ډېبټ مېنجمنټ آفس او جائنټ فنانشل اېډوائزرز په مرسته دوه ټرېلين څخه د زيات ماليت سكوك جاري كړل كوم چې كال 2008ء څخه وروستو په يو كال كښې د پاكستان لخوا د زياتو سكوك اجراﺀ ده۔ ده ووئيل دا د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې هېواد اسلامی کېپټل مارکیټ مضبوطولو او متنوع جوړولو پلو تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ ده ووئيل شمېرې د دې خبرې عكاسي كوي چې د پاكستان اسلامی کېپیټل مارکیټ نه يوازې پراخه كيږي بلكې دې كښې ژوروالے او تسلسل رامخې ته كيږي۔ ده ووئېل په حکومتی سکیورټیز پورټ فولیو كښې د شریعه کمپلائنټ آلات برخه په دسمبر 2025ء كښې نزدې 14.5 فیصد وه او په جون 2025 كښې دا شرح 12.6 فیصد ته نزدې وه۔ د خزانې وزارت تر كال 2028 د دې شرحې تر 20 فيصد زياتولو هدف ټاكلے دے۔ جون 2025ء څخه تر دسمبر 2025ء د شریعہ کمپلائنټ آلات په برخه كښې ښكاره زياتوالې دا خبره په ګوته كوي چې د خزانې وزارت د خپل هدف سر كولو پلو تندۍ سره روان دے۔ ده ووئيل دا تاريخي سنګ ميل نه يوازې د سرمايه كارو د مضبوط باور عكاسي كوي بلكې د پاكستان قرضه جاتي انتظام هم لا مستحكموي










