د وزيراعظم شهباز شريف په باجوړ كښې د خوارج خلاف په كاروائۍ امنيتي ځواكونو ته پرزوئنې٬ شهيد مېجر زمان عديل ته د عقديت پېرزوئنې

اسلام آباد۔ 29 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په باجوړ خار تحضيل كښې د فتنه الهندوستان سره د تعلق لرونكو خوارج خلاف په كاروائۍ كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره په آپرېشن كښې د 5 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته شباش وركړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر ميډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم د عملياتو په مهال د شهادت جام …

اسلام آباد۔ 29 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په باجوړ خار تحضيل كښې د فتنه الهندوستان سره د تعلق لرونكو خوارج خلاف په كاروائۍ كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره په آپرېشن كښې د 5 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته شباش وركړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر ميډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم د عملياتو په مهال د شهادت جام په نوش كولو مېجر عديل زمان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه لوړو درجو لپاره لاس لپه كړل او د هغه كورنۍ سره يې د زړه نه خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه۔وزيراعظم ووئېل د آپړېشن عزم استحكام تر مخه امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ خلاف كاميابۍ تر لاسه كوي ٬ ټول قام د ترهه ګرۍ خلاف په دې جنګ كښې د پاكستان پوځ سره ولاړ دے٬ دغسې وزيراعظم هېواد د هر ډول ترهه ګرۍ څخه پاكولو لپاره د عزم پخلے هم څرګند كړو۔