اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستان باني قائداعظم يو مدبر سياستمدار ؤ٬ د هغه مشرتابه ديانت ٬ آئيني ستړو او انصاف سره د ژور تړون د لارې د تاريخ اړخ بدل كړو٬ پاكستان د يو قام په حيث د قائداعظم د وژن ٬ اصولو او اقدارو ژوندي ساتلو عزم لري٬ د هېواد سباؤن ځوان كول سره تړلے دے٬ دوي له …
پاكستان د يو قام په حيث د قائداعظم وژن ٬ اصول او اقدار ژوندي ساتلو لپاره عزم لري: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستان باني قائداعظم يو مدبر سياستمدار ؤ٬ د هغه مشرتابه ديانت ٬ آئيني ستړو او انصاف سره د ژور تړون د لارې د تاريخ اړخ بدل كړو٬ پاكستان د يو قام په حيث د قائداعظم د وژن ٬ اصولو او اقدارو ژوندي ساتلو عزم لري٬ د هېواد سباؤن ځوان كول سره تړلے دے٬ دوي له به د قائد وژن له مخې د يووالي ٬ نظم وضبط ٬ آئين پسندۍ او حكمرانۍ اصول خپلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د بابائے قوم 149مې د زېږېدنې ورځ په موقع د “قائد او ماشومانو” په سرخط دستورې ته خطاب كښې ةكړه۔ ده ووئيل د پاكستان باني قائداعظم يو مدبر سياستمدار ؤ٬ د هغه مشرتابه ديانت ٬ آئيني ستړو او انصاف سره د ژور تعلق د لارې د تاريخ اړخ بدل كړو۔ ده ووئيل قائداعظم په جمهوري او آئيني تګلارو كلك باور لرلو۔ هغه آل انډیا مسلم لیګ په يو اولسي سياسي تحريك بدل كړو د كوم په نتيجه كښې چې د كال 1940ء تاريخي د لاهور قرارداد رامخې ته شو۔ د قائداعظم د 11 اګست 1947ﺀ تاريخي وېنا حواله وركولو سره د سېنېټ چيئرمېن ووئيل قائداعظم پاکستان يو داسې عصري جمهوري رياست په توګه ليدل غوښتل كوم چې په مساوات ٬ مذهبي آزادۍ او د قانون په واكمنۍ اډانه لري چرته چې ټولو وګړو ته له مذهب يا عقيدې پرته يو برابر حقونه ترلاسه وي۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د پاكستان پرمختګ د ځوانانو د قائداعظم د لارښوونې اصولو په خپلولو سره تړلے دے۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د تعليم وزير مملكت وجيه قمر ٬ پارليماني غړو ٬ د سفارتي ورورولۍ غړو او زده كوؤنكو سره په ګډه د قائداعظم د سالګرې كېك پرېكړو










