د كرسمس په موقع اړي ګړي او د مسلمانانو په نخښه كولو له په رياستي سرپرستۍ كښې كمپائن هند كښې د اقليتونو يره ترخه زياته كړې: خارجه دفتر

اسلام آباد۔29دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند په هند كښې په اقليتونو شوے ظلم او زياتيےاندېښمند ګرځولو سره وئيلي دي د كرسمس په موقع اړي ګړي او مسلمانان په نخښه كولو له په رياستي سرپرستۍ كښې كمپائن په هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو يره ترخه زياته كړې ده٬ نړيواله ورورولي بايد د دې نوټس واخلي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند طاهر …

اسلام آباد۔29دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند په هند كښې په اقليتونو شوے ظلم او زياتيےاندېښمند ګرځولو سره وئيلي دي د كرسمس په موقع اړي ګړي او مسلمانان په نخښه كولو له په رياستي سرپرستۍ كښې كمپائن په هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو يره ترخه زياته كړې ده٬ نړيواله ورورولي بايد د دې نوټس واخلي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي په هند كښې د كرسمس په موقع د اړي ګړي او د مسلمانانو په ضد د تشدد په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل په هند كښې په اقليتونو روان ظلم او زياتے يو اندېښمند عمل دے۔ د کرسمس په موقع اوسني اړي ګړي او د فساد پېښې ، په رياستي سرپرستۍ كښې د مسلمانانو په نخښه كوونكو كمپائنز په كومو كښې چې د هغوي كورونه ويجاړول او وژل شامل دي ٬ په خاص توګه اېم اخلاق ته ورمخې ته پېښه٬ په كومه كښې چې رياست د مجرمانو احتساب څخه ساتلو له اقدامات وكړل ٬ په مسلمانانو كښې يره او د بې آسرې كېدو احساس زيات كړے دے۔ وياند ووئيل د دغسې ځپلے شوو فهرست ډېر اوږد دے۔ ده غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي دې د دې پېښو نوټس واخلي او په هند كښې د كمزورو طبقو د بنيادي حقونو تحفظ له دې مناسب ګامونه پورته كړي