د چين خارجه وزير وانګ اي د كمبوډيا نائب وزيراعظم او د تهائي خپل هم منصب سره ملاقاتونه٬ د جنګ بندۍ په لوظ نامه مباركي

بيجنګ ۔ 29 دسمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ اي د كمبوډيا نائب وزيراعظم و خارجه وزير پراك سوك هوزن او د تهائي لېنډ خپل هم منصب هيوناسك پهوانګك ټكيو سره جلا جلا ملاقاتونه كړي دي۔ او هغوي له يې د كمبوډيا او تهائي لېنډ د جنګ بندۍ په لوظ نامه مباركي وركړه ۔ د سي جي ټي اين تر مخه د سي پي سي سنټرل كمېټۍ …

بيجنګ ۔ 29 دسمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ اي د كمبوډيا نائب وزيراعظم و خارجه وزير پراك سوك هوزن او د تهائي لېنډ خپل هم منصب هيوناسك پهوانګك ټكيو سره جلا جلا ملاقاتونه كړي دي۔ او هغوي له يې د كمبوډيا او تهائي لېنډ د جنګ بندۍ په لوظ نامه مباركي وركړه ۔ د سي جي ټي اين تر مخه د سي پي سي سنټرل كمېټۍ د سياسي بېورو غړي او خارجه وزير وانګ اي د چين يوننان ولايت په يوشي ښار كښې د كموبوډيا نائب وزيراعظم و خارجه وزير پراك هون سره ملاقات وكړو۔په دې موقع وانګ اي ووئېل د ټولو فرېقېنو په شريكو هلو ځلو د كمبوډيا او تهائي لېنډ تر مينځه د جنګ بندۍ لوظ نامه شوې ده ٬ كومه چې د امن بحالۍ پلو يو مهم ګام دے او چين په دې مباركي كوي۔ جنګ بندي د كموډيا او تهائي لېنډ د اولسونو شريكه خوښې او د منطقې هېوادونو د هيلو تر مخه ده۔ چين باور لري چې د دې به ټول قريقېنو د اړخه به هر كلے او مرسته كولې شي۔ هغه ووئېل چين هيله لري چې ټول به په ګده د يوننان څخه د امن غږ پورته كړي ٬ په امن به اتفاق وكړي او د امن د سباون منظر نامه به وړاندې كړي۔ چين كمبوډيا ته د سرحدي سيمې څخه د بې كوره شوو خلقو آبادكارۍ لپاره د انساني مرستې وركولو لپاره چمتو دے۔ ٬ هيله ده چې كمبوډيا او په كمبوډيا كښې مېشته د چين وګرو او منصوبو تحفظ لپاره به پرله پسې ګامونه پورته كولې شي ۔ په دې مهال پراك هيون ووئېل كمبوډيا د شخړې په ثالثۍ كښې د چين د ګتور كردار ستائنه كوي ٬ كمبوډيا زر د امن راوستو هيله لري او دا وائي چې دې درې اړخيزه ملاقات څخه به تل پاتي امن راوستو لپاره مرسته تر لاسه شي۔ د چين خارجه وزير د تهائي خپل هم منصب سره هم ملاقات وكړو ۔ په دې موقع وانګ اي ووئېل چين د تهائي لېنډ او كمبوډيا په سرحدي تاو تريوخوالي ژول نظر لري او د دې په نتيجه كښې د عامو وګرو په ځاني زيان او د خلقو په بې كوره كېدو د سخت تشويش څرګندونه كوي۔ وانګ اي واضحه كړه چې چين به بيا هم د تهائي لېنډ او كمبوډيا تر مينځه د امن بحالۍ لپاره هڅې روانې ساتي۔

مزید خبریں