ګورنر فيصل كريم كنډي سره د چائنا سول انجينئرنګ کنسټرکشن کارپوريشن پلاوي وليدل

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د عوامي جمهوريه چين د چائنا سول انجينئرنګ کنسټرکشن کارپوريشن (سي سي اي سي سي) ادارې د لوړې كچې پلاوي په اسلام آباد كښې ليدلي۔ د ګل پهو رځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري منيجنګ ډائريکټر وانګ چاٶژو كوله او په پلاوي كښې جنرل منيجر ليو ژن اور …

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د عوامي جمهوريه چين د چائنا سول انجينئرنګ کنسټرکشن کارپوريشن (سي سي اي سي سي) ادارې د لوړې كچې پلاوي په اسلام آباد كښې ليدلي۔ د ګل پهو رځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري منيجنګ ډائريکټر وانګ چاٶژو كوله او په پلاوي كښې جنرل منيجر ليو ژن اور ډائريکټر چائو ميئي هم شامل وو۔ پلاوي په صوبه كښې د مائنز اينډ منرلز په څانګه كښې د سرمايه كارۍ په اړه خپل تجويزونو او منصوبو نه ګورنر خبر كړو۔ د دې نه وړاندې ګورنر د چين د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل چې صوبه د معدني وسائلو نه ډكه ده او حکومت غير ملکي سرمايه کارۍ په خاص توګه د چين د سرمايه كارۍ هركلې كوي۔ ده ووېيل چې په دې څانګه كښې سرمايه كاري د صوبې معيشت مضبوطولو كښې اهم كردار لوبولې شي

مزید خبریں