اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی)د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د بنك اسلامي چيف آفيسر اشفاق احمد او د بزنس اېكو سسټم مشر غفران عباسي په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې پلاوي د بنك اسلامي لخوا صارفين ته د وركړې كېدونكې عصري بېنكارۍ آسانيو په اړه ګورنر خبر كړو۔ پلاوي د كېش لېس بېنكارۍ …
د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د بنك اسلامي پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی)د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د بنك اسلامي چيف آفيسر اشفاق احمد او د بزنس اېكو سسټم مشر غفران عباسي په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې پلاوي د بنك اسلامي لخوا صارفين ته د وركړې كېدونكې عصري بېنكارۍ آسانيو په اړه ګورنر خبر كړو۔ پلاوي د كېش لېس بېنكارۍ په تصور رڼا اچولو سره ووئيل د عصري ټېكنالوجۍ لاندې د كيو آر كوډ د لارې ادائيګو ته وده وركولې شي چې ورسره وركړه راكړه زياته خوندي ٬ ګړندۍ او آسانه شوې ده ۔ په دې موقع ووئيل شول بنك اسلامي په خېبر پښتونخوا كښ كېش لېس معيشت ته ودې وركولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ د صوبې په پوهنتونونو كښې د زده كوؤنكو آسانۍ له د كېش لېس بېنكارۍ ګټې څخه به د پوهاوي پروګرامز پېل كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د بنك اسلامي اقدامات ستائېلو سره ووئيل كېش لېس بېنكاري نه يوازې سپېځلتيا ته وده وركوي بلكې زده كوؤنكو ته سهولت وركوي او د هغوي وخت بچ كوي۔ ده په دې لړ كښې د بشپړه مرستې باور وركړو










