پاكستان په يمن كښې امن او استحکام باوري كولو لپاره د سعودي د سفارتي هلو ځلو ملاتړ كوي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) پاکستان په يمن كښې په اوسني پېشرفت ژور نظر ساتلے دے٬ پاكستان په يمن كښې امن او استحکام باوري كولو لپاره د سعودي د سفارتي هلو ځلو ملاتړ كوي او په دې لړ كښې د متحده عرب امارات د هلو ځلو هم ستائنه كوي۔ تېره ورځ يو بيان كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل مونږ د يمن په وحدت او د سيمه ايز …

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) پاکستان په يمن كښې په اوسني پېشرفت ژور نظر ساتلے دے٬ پاكستان په يمن كښې امن او استحکام باوري كولو لپاره د سعودي د سفارتي هلو ځلو ملاتړ كوي او په دې لړ كښې د متحده عرب امارات د هلو ځلو هم ستائنه كوي۔ تېره ورځ يو بيان كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل مونږ د يمن په وحدت او د سيمه ايز سالميت د احترام په ضرورت زور راوړو او هيله لرو چې د يمن ډلې به د هر ھغه يو اړخيزه اقدام نه ډډه وكړي كوم چې د صورتحال لا خرابولو سبب جوړېږي۔ وياند ووئيل مونږ د يمن ټولو ډلو څخه دا مطالبه كوو چې ھغوي دې د شريكې اتفاق د لارې د منلې شوې نكاتو په بنياد جامع او مذاكراتي سياسي حل پلو تعميري او د زړه د خلاصه پېش قدمي وكړي۔ وياند ووئيل پاکستان د دې اميد څرګندونه كوي چې جاري سفارتي هلې ځلې به په هېواد كښې د تل پاتي امن او د يمن د اولس د ستونزو خاتمې لپاره كوټلې نتيجې رامخې ته كړي