رنځور انسانيت خدمت نه لوے كار نشته٬ په آزاد کشمير د کينسر تشخيص او درملنې لپاره روغتون جوړول خوشبينه دي٬ د رنځورانو درملنې لپاره دې 24 ساعته سهولتونه باوري كړئ شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مظفر آباد 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په آزاد کشمير كښې د کينسر تشخيص او درملنې لپاره د روغتون جوړولو ستائنه كولو سره ووئيل چې رنځور انسانيت خدمت كولو نه لوے كار نشته٬ د رنځورانو درملنې لپاره دې 24 ساعته سهولتونه باوري كړئ شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ کشمير انسټي ټيوټ آف نيوکليئر ميډيسن، انکو لوجي اينډ ريډيالوجي (کنور) پرانستې دستورې ته خپلې …

مظفر آباد 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په آزاد کشمير كښې د کينسر تشخيص او درملنې لپاره د روغتون جوړولو ستائنه كولو سره ووئيل چې رنځور انسانيت خدمت كولو نه لوے كار نشته٬ د رنځورانو درملنې لپاره دې 24 ساعته سهولتونه باوري كړئ شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ کشمير انسټي ټيوټ آف نيوکليئر ميډيسن، انکو لوجي اينډ ريډيالوجي (کنور) پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د آزاد کشمير وزيراعظم راجه فېصل ممتاز راټھور، احسن اقبال، رانا ثنا الله او د امير مقام پشمول وفاقي وزيرانو سره سره د آزاد کشمير اسمبلي غړي، د پاکستان اتومي توان کميشن چيئرمين، پروفيسرز، سرجنز او د فيکلټۍ غړي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل زه خوشحاله يم چې د رنځور انسانيت خدمت او د کينسر تشخيص او علاج لپاره په آزاد کشمير كښې هم روغتون جوړ كړې شوے دے۔ ده ووئيل چې رنځور انسانيت خدمت كولو نه لوے كار نشته٬ د دې نه وړاندې به ځائي خلقو خپل رنځوران لرې ښاريو ته بوتلل وو او چې د تكليف او ګران كار ٶ۔ ده د اټامك انرجي کميشن او د اېس پي ډي نه علاوه د شمندو او ډاكټرانو هم مننه وكړه چا چې د دې روغتون په جوړولو كښې خپل رول لوبولې۔ وزيراعظم ووئيل زه خپله هم د دې رنځ څخه تېر شوې يم او د دې په مشكلاتو او ستونزو پوهېږم٬ خلق د دې ګران علاج خرڅونه نشي برداشت كولې۔ ده امر وكړو چې جديد وسائل او ذريعې كارولو سره دې د دې رنځ ښكار د رنځورانو درملنه وكړې شي او ټول سهولتونه دې 24 ساعته فعال وساتلې شي، رنځورانو سره داسې رويه وساتۍ چې ورته حوصله ترلاسه شي او دوي ته په درملنه كښې ستونزې رامخئ ته نشي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم د تختۍ مخ كتنه كولو سره د روغتون او ميډيكل كالج پرانسته وكړه۔ وزيراعظم د روغتون د بېلو برخو او نصب شوې مشينرۍ هم معائنه وكړه۔ وزيراعظم ته د رنځورانو د تشخيص او دارو درملو د سهولتونو په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې د دې نه وړاندې دلته د كېنسر درملنې لپاره سهولت نه ٶ او رنځوران به لرې ښاريو ته په بوتللو مجبور وو، هر كال د كېنسر زر او لس زره رنځوران فالو اپ لپاره روغتونونو ته ځي۔ په دې موقع د پاکستان اتومي توان کميشن چيئرمېن راجه علي رضا انور خپلو ابتدائي كلماتو كښې د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل چې ګرد هېواد كښې د اتومي توان كمېشن د کېنسر درملنې لپاره 21 روغتونونه كار كوي چې پكښې يو په وفاق٬ 6 په پنجاب٬ پنځه په خېبر پښتونخوا، 5 په سندھ او يو يو په بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې دې او په كلنه توګه د لس لكه رنځورانو علاج كېږي۔ په دې موقع د انټرنېشنل اټامك انرجي اېجنسۍ ډي جي رافيل ماريانو ګروسي دستورې ته د وېډيو لنك د لارې وېنا وكړه۔ دې ووئيل چې د كېنسر رنځورانو شمېره په زياتېدو ده٬ تر كال 2050 په دې كښې تر 75 فيصده اضافې اندېښنه ده، د نړۍ د يو كروړ نه زيات رنځوران دې رنځ سره مخ دي٬ په آزاد کشمير كښې د کېنسر درملنې لپاره روغتون جوړېدل اهم سنګ ميل دے۔