د هېواد دفاع په مضبوطو لاسو كښې ده٬ پاكستان په سفارتي كچۍ كاميابۍ ترلاسه كوي٬ په معركه حق كښې به هند ماتې تل ياد ساتي۔ صدرمملکت آصف علي زرداري

ګړھي خدا بخش 27 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د هېواد دفاع مضبوطو لاسو كښې ده٬ پاكستان په سفارتي كچۍ كاميابۍ ترلاسه كوي٬ په معركه حق كښې به هند خپل ماتې تل ياد ساتي، زمونږ فيلډ مارشل هند ته مضبوط ځواب وركړې٬ مودي ته معلومه شوه چې پاكستان مذاق نه دے، پاکستان پيپلز پارټي د وفاق علامت ده، د بېنظير بھټو د شهادت …

ګړھي خدا بخش 27 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د هېواد دفاع مضبوطو لاسو كښې ده٬ پاكستان په سفارتي كچۍ كاميابۍ ترلاسه كوي٬ په معركه حق كښې به هند خپل ماتې تل ياد ساتي، زمونږ فيلډ مارشل هند ته مضبوط ځواب وركړې٬ مودي ته معلومه شوه چې پاكستان مذاق نه دے، پاکستان پيپلز پارټي د وفاق علامت ده، د بېنظير بھټو د شهادت ورځ د “پاکستان کھپے” چغه وهلو سره مو هېواد محفوظ كړے، پاکستان به د امن او استحکام مركز جوړولو سره پرمختګ او سوكالۍ ته رسوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د شهېدې بېنظير بھټو د اتلسم تلين په موقع اولسي جلسې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، وړومبۍ مېرمنو آصفه بھټو زرداري، داخله وزير محسن نقوي او د پاکستان پيپلز پارټي نور مشران هم موجود وو۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل نن شهېدې بېنظير بهټو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره دلته راغونډ يو٬ دا ورځ د هېواد بچ كولو ورځ وه، په دې ورځ پاکستان پيپلز پارټي د “پاکستان کھپے” چغه وهلو سره هېواد محفوظ كړې، پاکستان به ان شاء الله تر قيامته قائم او دائم وي۔ ده ووئيل لوي څښتن مونږ له د قام او هېواد د خدمت موقع راكړې ده٬ په معركه حق كښې به هند خپل ماتې تل ياد ساتي، د پاکستان مېړني قيادت دښمن ته ماتې وركړې٬ پاك پوځ او پاك فضائيه د دښمن ارادې خاورې كړې، مونږ پخپله دفاع پوهېږو، كه مونږ غوښتل نو د هند ټولې جنګي الوتكې مو رانسكورولې شوې٬ كه بيا هم چا پاكستان په هېرنو سترګو وكتل نو سخت ځواب به وركوٶ۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان پيپلز پارټۍ کارکن د شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدې بېنظير بھټو وارثان دي، دوي به پخپل هېواد خپل ځان٬ مال او هر څه وشيندي، زمونږ راتلونكې كول به پاكستان لپاره جنګ كوي٬ پيپلز پارټي د اولس د مسئلو په حل باور لري٬ پيپلز پارټۍ صوبو ته حقونه وركولو له اقدامات كړي٬ پيپلز پارټۍ عمر له د اولسي خدمت سياست كړے دے، اوس هم د هېواد د مسئلو هواري لپاره هڅې جاري دي ۔ ده ووئيل په څلور نيمو كالو كښې يو كس ګردې نړۍ سره د هېواد اړيكې خرابې كړې اوس په نړيواله كچه د پاكستان عزت ښه شوے دے او پاکستان ته په سفارتي كچه کاميابۍ ترلاسه كېږي٬ د امريکې صدر ټرمپ هم د فيلډ مارشل معترف دے٬ ده ووئيل چې پاكستان كښې به امن او استحكام راولو٬ د هېواد پرمختګ لپاره به ټولو له په ګډه رول لوبول وي٬ جلسه عام ته د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري او نورو هم وېنا وكړه