اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې د ايليټ پوليس ټريننګ سينټر دوره كړې۔ د جاري بيان له مخې دوي د جاري تربيي پروګرامونو جاج واخست او په بېل كورسز كښې ئې د كاركردګۍ معائنه وكړه چې پكښې کيپيټل ايليټ ټريننګ کورس او د کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) …
وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري د ايليټ پوليس ټريننګ سينټر دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې د ايليټ پوليس ټريننګ سينټر دوره كړې۔ د جاري بيان له مخې دوي د جاري تربيي پروګرامونو جاج واخست او په بېل كورسز كښې ئې د كاركردګۍ معائنه وكړه چې پكښې کيپيټل ايليټ ټريننګ کورس او د کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) کورس شامل دي۔ د دورې په مهال دوي د مشقونو او نورې جسماني تربيې د ډرلز معائنه وكړو او د ټرينيز د تياري او فټنس د كچې ئې مشاهده وكړه۔ په دې موقع محسن نقوي په ټريننګ سينټر كښې د پرمختيائي او وظيفائي چارو جاج واخست او د تربيې د ترلاسه سهولتونو ئې معائنه كولو سره افسرانو او انسټركټرز سره ملاقات وكړو او د دوي د كاركردګۍ ئې ستائنه وكړه۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس انسپکټر جنرل علي ناصر رضوي داخله وزير ته په سينټر كښې د تربيې د جاري هلو ځلو، سکيورټي انتظاماتو او د آپريشنل تيارو په اړه بريفنګ وركړو۔ د دورې په مهال داخله سيکريټري، د اسلام آباد چيف کمشنر، ډي آئي جيز او نور اړوند پوليس افسران هم موجود وو










