د شهيد بينظير بھټو ژوند او قيادت جمهوريت سره د غېر متزلزل تړون٬ د اولسي حقونو د تحفظ او د وفاق د مضبوطيا علامت ٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پخوانۍ وزيراعظمې شهيد بېنظير بھټو شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د شهيد بينظير بھټو ژوند او قيادت جمهوريت سره د غېر متزلزل تړون٬ د اولسي حقونو د تحفظ او د وفاق د مضبوطيا علامت ٶ۔ د خالي په ورځ خپل اېكس پوسټ پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې زه قام سره په ګډه د پاكستان عظيم …

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پخوانۍ وزيراعظمې شهيد بېنظير بھټو شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د شهيد بينظير بھټو ژوند او قيادت جمهوريت سره د غېر متزلزل تړون٬ د اولسي حقونو د تحفظ او د وفاق د مضبوطيا علامت ٶ۔ د خالي په ورځ خپل اېكس پوسټ پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې زه قام سره په ګډه د پاكستان عظيم لارښودې ته په اتلسم تلين پېرزوئنې وړاندې كوم د چا ژوند او قيادت چې جمهوريت سره د غېر متزلزل تړون٬ د اولسي حقونو د تحفظ او د وفاق د مضبوطيا علامت ٶ۔ وزيراعظم ووئيل چې په جمهوريت كښې د روادارۍ او همغږۍ سره سره د مېرمنو اختيار منې جوړولو او د اقليتونو د حقونو د تحفظ علمبرداره وه٬ د ھغې جرأت، قربانۍ او لازوال ورثه نن هم د قام لارښوده او ډاډګيرنه كوي۔ ده د شهيدې لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه