قاهرہ 27 دسمبر (اے پي پي) د مصر چارواكو د غزہ لپاره د انساني خواخوږۍ په بنیاد نزدې د 5900 ټنه د مرستې سامان قافله روانه كړه ۔ د العربیه اردو تر مخه د مصر هلالِ احمر تېره ورځ ’’زاد العزة.. مصر نه تر غزہ‘‘ په سر خط دا 102مه قافله روانه كړه ، كومه چې د ناڅاپي انساني مرستې په ټرکونو مشتمل ده ۔ دا مرسته رسولو لپاره د …
غزہ لپاره د مرستې د سامان 102مه قافله ولېږل شوه۔ د مصر هلال احمر

مزید خبریں
قاهرہ 27 دسمبر (اے پي پي) د مصر چارواكو د غزہ لپاره د انساني خواخوږۍ په بنیاد نزدې د 5900 ټنه د مرستې سامان قافله روانه كړه ۔ د العربیه اردو تر مخه د مصر هلالِ احمر تېره ورځ ’’زاد العزة.. مصر نه تر غزہ‘‘ په سر خط دا 102مه قافله روانه كړه ، كومه چې د ناڅاپي انساني مرستې په ټرکونو مشتمل ده ۔ دا مرسته رسولو لپاره د قامي رابطه کار ادارې په توګه دا د هغوي د پرله پسې هلو ځلو برخه ده ۔ په دې قافله كښې نزدې 3 زره ټنه د فوډ باسکټس او اوړه ، 1900 ټنه نه زيات طبي و د مرستې سامان او يو زر ټنه نه زيات د پټرولیم مصنوعات شامل دي ۔ هلالِ احمر دا اعلان وكړو چې د غزہ لپاره د يخنۍ موسمِ بنیادي څيزونه هم لېږلې شوي دي ، چې پكښې 33,200 نه زياتې کمبلې، نزدې 15,350 ګرم ملبوسات، 4,800 بړستنې او د ځپلو لپاره د پناہ 3,150 خیمې شاملې دي ۔ یاد دې وي د مصر هلالِ احمر د اړخه پیل شوې ’’زاد العزة.. د مصر نه تر غزہ ‘‘ نومې دا سلسله په 27 جولائي پېل شوې وه ، د كومې تر مخه چې خوراک، اوړه ، د ماشومانو شوده ، طبي سازوسامان، داروګان، او په زرګونو ټنه په ایندھن مشتمل مرسته رسولې كېږي










