هېواد اتومي طاقت او ګرد هېواد د موټرویز د لارې تړلو اقدامات د مسلم لیګ (ن) په حکومت كښې وشوې ،وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام

پیښور 27 دسمبر (اے پي پي)د سیفران چارو او کشمیر و ګلګت بلتستان وفاقي وزير او د پاکستان مسلم لیګ (ن) د خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئېلي دي د هېواد فلاح او پرمختګ لپاره لويې پرېكړې د مسلم لیګ (ن) په حکومت كښې وشوې، پاکستان اتومي طاقت جوړول او د موټرویز جال غزولو اقدامات هم په دې دور كښې شوي ، نن د صوبې سرکاري وسائل په اسلام …

پیښور 27 دسمبر (اے پي پي)د سیفران چارو او کشمیر و ګلګت بلتستان وفاقي وزير او د پاکستان مسلم لیګ (ن) د خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئېلي دي د هېواد فلاح او پرمختګ لپاره لويې پرېكړې د مسلم لیګ (ن) په حکومت كښې وشوې، پاکستان اتومي طاقت جوړول او د موټرویز جال غزولو اقدامات هم په دې دور كښې شوي ، نن د صوبې سرکاري وسائل په اسلام آباد ورختولو او د كركې خپرولو لپاره استعمالېږي ٬ د كومو به چې يو ورځ حساب وركول وي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده تېره ورځ مردان كښې شمولیتي جلسې ته وېنا كښې وكړه چې پكښې د مردان نوموړے شخصیت ملک بشیر خان د خپلو سوونو ملګرو سره په مسلم لیګ (ن) كښې شوليت وكړو ۔ وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د ملک بشیر خان او د هغه ملګرو ته د ګوند د قیادت د اړخه هر كلے اووې اور مبارکي يې وركړه۔ ده ووئېل ملک بشیر خان په مهمو عهدو پاتي دے ، زما او د خپل ګوند مشر میاں محمد نواز شریف د قافلې په برخه جوړېدو د ده مننه كوم ۔ امیر مقام ووئېل كه ماضی ته وګورو نو دا به ښكاره شي چې هېواد او د اولس ښه والي لپاره چې كومې لويې فیصلې شوي ، چې كوم لويې انقلابي اقدامات شوي، هغه د مسلم لیګ (ن) په حکومت كښې شوي ٬ كه نن مونږ دا وايو چې پاکستان د ځان نه لويې دښمن ته ماتې وركړه نو هغوي ته هم معلومه ده چې پاکستان اتومي طاقت دے او اتومي طاقت هم د مسلم لیګ (ن) په دور كښې جوړ شوے۔