پېنډۍ 26 دسمبر (اے پي پي)امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع کوهلو كښې په استخَبارات اډانه كاروائۍ په مهال د هند ملاتړ لرونكي پنځه ترهګر وژلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخئ تېره ورځ په ضلع کوهلو كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو د شتوالي په اطلاع سکيورټي فورسز كاروائي وكړه ٬ په دې موقع پاك پوځ د ترهګرو ژالې په موثره توګه په نښه كړې او …
امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع کوهلو كښې كاروائي٬ پنځه ترهګر ووژل شول

مزید خبریں
پېنډۍ 26 دسمبر (اے پي پي)امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع کوهلو كښې په استخَبارات اډانه كاروائۍ په مهال د هند ملاتړ لرونكي پنځه ترهګر وژلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخئ تېره ورځ په ضلع کوهلو كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو د شتوالي په اطلاع سکيورټي فورسز كاروائي وكړه ٬ په دې موقع پاك پوځ د ترهګرو ژالې په موثره توګه په نښه كړې او د ډزو په تبادله كښ د هند ملاتړ لرونكې پنځه ترهګر ووژل او هغوي څخه يې وسله ٬ ګوله بارود او مائن هم برامد كړو ۔ د آئي اېس پي آر له مخې وژلي شوي ترهګر په سيمه كښې د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې ككړ وو٬ د عملياتو په مهال ترهګرو څخه وسله٬ ګوله بارود او چاٶدېدونكې توګه هم تر لاسه شول ۔ د جاري بيان له مخې په سيمه كښې د هر ډول ممكنه هندي پراكسيز ترهګرو د موجودګۍ خاتمې لپاره کليئرنس او سينيټائزيشن آپريشنز روان دي۔ امنيتي ځواكونه او د قانون نافذ کوٶنكې ادارې به د نيشنل ايکشن پلان له مخې د فيډرل اپيکس کميټۍ د منظور شوي وژن “عزمِ استحکام” له مخې د ترهګرو په ضد د فرق نه غېر او پرله پسې كاروائۍ په بشپړه طاقت سره روانې ساتي ٬دغسې چې د غېر ملكي سرپرستۍ او ملاتړ لرونكې ترهګۍ د لعنت خاتمه وكړې شي۔










