اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د پاك فضائيه جديد جنګي الوتكو د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان ته د پاکستان په فضائي حدود كښې په داخلېدو غوره فضائي سلامي وړاندې كړې كومه چې د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ورورولۍ د ژورو اړيكو، شريك احترام او د اوږدې مودې د دوستۍ څرګندونه ده٬ د پاك فضائيه جے اېف-17 تھنډر بلاك III الوتكو …
پاك فضائيه د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان ته فضائي سلامي وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د پاك فضائيه جديد جنګي الوتكو د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان ته د پاکستان په فضائي حدود كښې په داخلېدو غوره فضائي سلامي وړاندې كړې كومه چې د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ورورولۍ د ژورو اړيكو، شريك احترام او د اوږدې مودې د دوستۍ څرګندونه ده٬ د پاك فضائيه جے اېف-17 تھنډر بلاك III الوتكو پشمول شپږه كسيزه ډلې صدر شيخ محمد بن زايد النهيان ته رسمي ايئر ايسکارټ وړاندې كړو ٬ د مېلمستيا او ورورولۍ د غوره اړيكو څرګندونې په توګه دا الوتكې د پاکستان فضائي حدود كښې په داخلېدو د ګران مېلمه هر كلي لپاره په فضا كښې موجود وې٬ په دې موقع فارميشن ليډر د پاكستان وزيراعظم او د پاکستان اولس لخوا د متحده عرب امارات صدر ته سلامي وكړه او تود هركلے يې اووې ٬ د پاك فضائيه لخوا دا فضائي سلامي د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره د پاکستان پوځ د پوخ عزم عكاس ده٬ د پاك فضائيه دا نود هركلے دفاعي پوهان د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ورورولۍ قوي روابطو او د شريك باور علامت ګرځوي٬ د يادونې وړ ده جے اېف-17 تھنډر بلاک III جديد ترين 4.5 جنريشن ملټي رول جنګي الوتكې دي، كومې چې د پاك فضائيه جديد آپريشنل صلاحيتونه او د وظيفائي پوهې بشپړه عكاسي كوي٬ د پاکستان فضائي حدود كښې د ورور هېواد ګران مېلمه ته فضائي سلامي وړاندې كول د پاك فضائيه زوړ روايت دے كوم چې د خير سګالۍ جذبې، دوستۍ او د احترام د تسلسل نمائندګي كوي۔










