د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په لکی مروت كښې د فتنه الخوارج د بريد سخته غندنه ، پولیس ته په وخت کارروائۍ پېرزوئنې

اسلام آباد۔26دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ضلع تختي خیل سيمه كښې د فتنہ الخوارج ترهه ګرو د اړخه د شوي بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ وفاقي وزير د بريد په نتیجه كښې مد يو وګړي په حق رسېدو د غم دړد او خواخوږۍ څرګندونه وكړه ۔محسن نقوي په بريد كښې د ژوبل شوو كسانو زر …

اسلام آباد۔26دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ضلع تختي خیل سيمه كښې د فتنہ الخوارج ترهه ګرو د اړخه د شوي بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ وفاقي وزير د بريد په نتیجه كښې مد يو وګړي په حق رسېدو د غم دړد او خواخوږۍ څرګندونه وكړه ۔محسن نقوي په بريد كښې د ژوبل شوو كسانو زر صحت لپاره دعا وكړه او اړوندو چارواكو تې يې ژوبل شوو ته د غوره طبي اسانيو وركولو امر وكړو ۔وفاقي وزیر د پولیس په وخت او مؤثره کارروائي ستائېلو سره ووئېل د خیبر پښتونخوا پولیس د 5 خوارجو په وژلو د هغوي ناوړه عزائم ناکامه كړل ۔ ده ووئېل د پولیس پیشه وارہ صلاحیتونو او جرات منده کارروائي يو لويي زيان څخه وساتلو ۔محسن نقوي ووئېل د پولیس په وخت کارروائۍ كولو د خوارجو ناپاک عزائم خاورې كړل ۔ زه د خیبر پښتونخوا پولیس مېړنو زامنو ته پېرزوئنې وړاندې كوم ۔وفاقي وزیر د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ به تر آخری تره ګر د خاتمې روان وي