اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او متحده عرب امارات معيشت، سرمايه کارۍ، توان، د انفراسټرکچر پرمختګ، آئي ټي، ټيکنالوجي او د اولسي روابطو پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په اهميت زور راوړلو سره دوه اړخيزه تجارت كښې زياتوالاي ته اتفاق كړے دے او د شريكې خوښې په چارو يې نزدې رابطه او مرسته جاري ساتلو له د عزم پخلے كړے دے۔ د جمعې په …
د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان دوره ، د دواړو هېوادونو ترمېنځه بېلو څانګو كښې د مرستې او دوه اړخيزه تجارت زياتوولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او متحده عرب امارات معيشت، سرمايه کارۍ، توان، د انفراسټرکچر پرمختګ، آئي ټي، ټيکنالوجي او د اولسي روابطو پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په اهميت زور راوړلو سره دوه اړخيزه تجارت كښې زياتوالاي ته اتفاق كړے دے او د شريكې خوښې په چارو يې نزدې رابطه او مرسته جاري ساتلو له د عزم پخلے كړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د متحده عرب امارات صدر او د ابو ظهبي حکمران شېخ محمد بن زايد النهيان د جمعې په ورځ د پاکستان سرکاري دوره وکړه ۔ دا د متحده عرب امارات د صدر په حېث د دوي د پاكستان وړومبنۍ سركاري دوره وه٬ پاکستان ته په راتګ د شيخ محمد بن زايد النهيان تود هركلے او په زړه پورې استقبال وكړے شو٬ د پاکستان په فضائي حدود كښې داخلېدو سره جے اېف-17 جنګي الوتكو شاهي الوتكه په خپل حصار كښې واخسته٬ په نور خان ايئر بيس وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د متحده عرب امارات د صدر هركلے وكړو او په دې موقع د کابينې سينئر غړي او اعليٰ سرکاري چارواكي هم موجود وٶ۔ د دورې په مهال شيخ محمد بن زايد النهيان او د وزيراعظم محمد شهباز شريف ترمېنځه تفصيلي او بامعني خبرې وشوې٬ په ملاقات كښې د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اوږد مهاله د ورورولۍ اړيكو په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دواړو مشرانو په بېلو څانګو كښې د روانې مرستې د پېشرفت جاج واخست او شريكو روابطو ته لا پراختيا وركولو لپاره يې په امکانات غور وكړو۔ دواړو د معيشت، سرمايه کارۍ، توان، د انفراسټرکچر ترقۍ، آئي ټي، ټيکنالوجي او د اولسي روابطو پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په اهميت زور راوړو٬ دې سره سره د دوه اړخيزه تجارت د اضافې په ضرورت هم سلاح يوه شوه چې پكښې د شريكې ګټې د ترقۍ پراخه صلاحيت موجود دے٬ په ملاقات كښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او د شريكې خوښې په چارو نزدې رابطه او د مرستې جاري ساتلو ته د عزم پخلې وشو۔ دواړو ډلو د اړيكو په مثبت لوري تللو د اطمينان څرګندونې كولو سره امن، استحکام او د تل پاتې پرمختګ مشتركه هدفونه سر كولو لپاره د نزدې مرستې روانې ساتلو له د عزم تذكره وكړه۔ شېخ محمد بن زايد النهيان دا دوره به د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ورورولۍ نزدې اړيكو لا قوي كولو او د ستراتېژك شراکت دارۍ ته په ودې وركولو كښې مهم سنګ ميل وګرځي










