چين څخه د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې درېم كهېپ كراچۍ ته راورسېد

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) چين څخه د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې درېم كهېپ د بېړۍ د لارې كراچۍ ته رارسېدلے دے چې پكښې لس كشتۍ٬ 5000 زره خېمې او 8000 کمبلې شاملې دي٬ د مرستې سامان د ټركونو د لارې د اېن ډي اېم اے کراچي ويئرهاوس ته رسولے شوے دے ۔ د اېن ډي ايم اے له مخې د چين لخوا د دې نه …

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) چين څخه د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې درېم كهېپ د بېړۍ د لارې كراچۍ ته رارسېدلے دے چې پكښې لس كشتۍ٬ 5000 زره خېمې او 8000 کمبلې شاملې دي٬ د مرستې سامان د ټركونو د لارې د اېن ډي اېم اے کراچي ويئرهاوس ته رسولے شوے دے ۔ د اېن ډي ايم اے له مخې د چين لخوا د دې نه وړاندې هم د مرستې دوه كهېپ تر لاسه شوي دي چې پكښې وړومبے کھيپ په (28 ستمبر 2025) او دوېم كهېپ په (4 اکتوبر 2025) شامل دي۔ چين څخه د مرستې په سامان كښې په مجموعي توګه 33 زره کمبلې، 6 زره خيمې، 100 کشتۍ، 1000 لائف جيکټ او 4 زره سليپنګ بيګز شامل دي٬ اېن ډي ايم اے ټول وسائل ځپلو كسانو ته په وخت رسول باوري كوي