اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د جمعې په ورځ د پاکستان په سرکاري دوره دے٬ د اسلامي ورور هېواد د مشرانو د پاكستان په راتګ شاندار او تاريخي هركلي لپاره انتظامات بشپړ كړې شوي۔ د خارجه دفتر له مخئ د يو اے اي صدر سره وزيران او په سينئر چارواكو مشتمل د لوړې كچې پلاوي هم د پاكستان …
د متحده عرب امارات صدر د پاكستان دوره٬ د ورورولۍ په اړيكو كښې نوے باب

مزید خبریں
اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د جمعې په ورځ د پاکستان په سرکاري دوره دے٬ د اسلامي ورور هېواد د مشرانو د پاكستان په راتګ شاندار او تاريخي هركلي لپاره انتظامات بشپړ كړې شوي۔ د خارجه دفتر له مخئ د يو اے اي صدر سره وزيران او په سينئر چارواكو مشتمل د لوړې كچې پلاوي هم د پاكستان دوره كوي٬ د دورې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو٬ په منطقه او نړيواله كچه د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي ۔ دا دوره به تجارت، سرمايه کارۍ، توان، پرمختګ او سيمه ايز استحکام ته لا وده وركولو كښې مهم كردار ولوبوي۔ د متحده عرب امارات صدر په راتګ به د پاك فضائيه جنګي الوتكې فضائي سلامي وړاندې كوي او د پاكستان په حدود كښې داخلېدو سره به د صدر الوتكه په حفاظتي حصار كښې واخستې شي۔ د يادونې وړ ده د دې نه وړاندې د پاکستان اعليٰ سول او عسکري قيادت هم دوه اړخيزه اړيكې او قوي روابطو ته ودې وركولو لپاره د متحده عرب امارات دوره كړې ده٬ دا د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي او په سباٶن كښې به اړيكو ته نوې باے وركولو لپاره پېش خېمه ثابت شي










