پېنډۍ 26 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان په وړومبنۍ سركاري دوره پېنډۍ ته رارسېدلے دے ، وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير او وفاقي وزيرانو د ګران مېلمه هركلے وكړو٬ شېخ محمد بن زايد النهيان چې كله د خپلې الوتكې …
د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان په وړومبنۍ سركاري دوره پېنډۍ ته راورسېد٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګران مېلمه هركلے وكړو

مزید خبریں
پېنډۍ 26 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان په وړومبنۍ سركاري دوره پېنډۍ ته رارسېدلے دے ، وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير او وفاقي وزيرانو د ګران مېلمه هركلے وكړو٬ شېخ محمد بن زايد النهيان چې كله د خپلې الوتكې نه رابهر شو نو وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير هغوي سره په مينه ستړي مشي وكړل٬ په روايتي لباس كښې ماشومانو د يو اے اي صدر ته د ګلونو ډالړۍ وړاندې كړې٬ په دې موقغ د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان او د وزيراعظم محمد شهباز شريف ترمېنځه د زړه پورې جملو تبادله هم وشوه٬ د يو اے اي صدر ته د 21 توپونو سلامي هم وړاندې كړې شوه ٬ څنګه چې د ګران مېلمه الوتكه د پاكستان په فضائي حدود كښې داخل شوه نو جے اېف 17 تھنډر جنګي الوتكو ورته سلامي وكړه۔ شېخ محمد بن زايد النهيان په اعزاز كښې په نور خان ايئر بيس په رسمي توګه د هر كلي دستوره وشوه ٬ په دې موقع د پاك پوځ يوې چتك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو او مېلمه يې معائنه وكړه۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سرودونه هم وغږولې شول۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي کابينې غړي د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان سره معرفي كړل او د متحده عرب امارات صدر د خپل پلاوي غړي وزيراعظم محمد شهباز شريف سره معارفي كړل٬ د دواړو هېوادونو بېرغونه په لاسو كښې نيولو ماشومانو د ګران مېلمه هركلے وكړو، د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان ماشومانو له لاس وركړو او دوي سره يې د شفقت څرګندونه وكړه۔ د دورې په مهال به د متحده عرب امارات صدر د پاكستان وزيراعظم سره ملاقات كوي چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو سره سره په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كېږي










