د پاکستان جوړېدل د قائداعظم محمد علي جناح د ډیرو ستړو او د غیر متزلزل عزم نتیجه ده ، د سېنېټ ډپټي چیئرمین سیدال خان

اسلام آباد۔25دسمبر (اے پي پي) د سېنېت ډپټي چیئرمین سیدال خان وئېلي دي د پاکستان جوړېدل د قائداعظم محمد علي جناح د ډېرو سټرو او د غیر متزلزل عزم نتیجه ده ، د پاسكتان باني قائداعظم محمد علي جناح يو دور اندیش، لويې مدبر او ځانګړے لارښود ؤ ۔ د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د ولادت په ورځ خپل پیغام كښې ډپټي چیئرمین ووئېل بابائے قوم پخپل دانش …

اسلام آباد۔25دسمبر (اے پي پي) د سېنېت ډپټي چیئرمین سیدال خان وئېلي دي د پاکستان جوړېدل د قائداعظم محمد علي جناح د ډېرو سټرو او د غیر متزلزل عزم نتیجه ده ، د پاسكتان باني قائداعظم محمد علي جناح يو دور اندیش، لويې مدبر او ځانګړے لارښود ؤ ۔ د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د ولادت په ورځ خپل پیغام كښې ډپټي چیئرمین ووئېل بابائے قوم پخپل دانش لرونكې قیادت د مسلمانانو په متحد کولو د آزاد پاکستان خوب په حقیقت بدل كړو ، د پاکستان قیام يوازې د ي زمكې تر لاسه كول نه وو ٬ دا د مسلمانانو لپاره د يو آزاد او خودمختار ریاست جوړول وو۔ ده ووئېل قائداعظم د دوه قامي نظریې په بنیاد د يو جلا وطن تصور ته عملي شکل وركړو كوم چې د نظریه پاکستان بنیاد وګرځېد ، د قائداعظم وژن يو جدید، جمهوري او فلاحي ریاست ؤ ۔ د ه ووئېل د پاکستان باني قربانۍ د قام لپاره د لارې مشالونه دي او ټول قام د هغه خدمات ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كوي ، اتحاد، ایمان او نظم و ضبط د قائداعظم زرين اصول د قامي ترقۍ ضمانت دے ۔ ده ووئېل په تحریکِ پاکستان كښې د قائداعظم استقامت او ځانګړي عزم لويې طاقتونه هم په سر ټيټولو مجبور کړل ۔ سیدال خان ووئېل په اوسنو حالات كښې د قائداعظم فرمودات غیر معمولي اهمیت لري په كوم عمل كولو سره چې قامي مسائل حل کېدې شي