وفاقي وزير محسن نقوي د “آور ليډي آف فاطمه کيتھولك چرچ” دوره

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد په اېف اېټ سېكټر كښې د "آور ليډي آف فاطمه کيتھولك چرچ" دوره كړې ده چرته چې د پېنډۍ اسلام آباد آرچ بشپ جوزف ارشد د دوي تود هركلے وكړو٬ وفاقي وزير په دې موقع د كرسمس دستورو په لړ كښې په خاص دستوره كښې ګډون وكړو ۔ كليسا ته په تګ ماشومانو …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد په اېف اېټ سېكټر كښې د “آور ليډي آف فاطمه کيتھولك چرچ” دوره كړې ده چرته چې د پېنډۍ اسلام آباد آرچ بشپ جوزف ارشد د دوي تود هركلے وكړو٬ وفاقي وزير په دې موقع د كرسمس دستورو په لړ كښې په خاص دستوره كښې ګډون وكړو ۔ كليسا ته په تګ ماشومانو وفاقي وزير ته د هركلي كولو سره د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔ په دې موقع محسن نقوي آرچ بشپ جوزف ارشد او د مسيحي ورورولۍ غړو سره د كرسمس كېك هم پرې كړو۔ وفاقي وزير مسيحي ورورولۍ له د کرسمس مباركي وركړه او د كليسا مشرانو او د پيرش غړو سره يې د “امن چراغ” بل كړو۔ د كرسمس دستورو په موقع ګرد هېواد كښې امنيت ټېګ كړے شوے۔ په دستوره كښې د اسلام آباد چيف کمشنر ، انسپکټر جنرل آف پوليس، ډپټي کمشنر او ايډيشنل ډپټي کمشنر پشمول نورو لوړ پورو هم ګډون كولو