پېنډۍ 25 دسمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو تېره ورځ د بلوچستان په ضلع قلات كښې د هند پراکسيز فتنة الهندوستان سره تعلق لرونكو ترهګرو د شتوالي په مصدقه اطلاعات انټېلي جنس بېسډ عمليات كړي۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې په موثره توګه په نخښه كړې٬ د ډزو د تبادلې …
قلات كښې د امنيتي ځواكونو په استخباراتي بنياد عمليات٬ د فتنة الهندوستان 8 ترهګر ووژل شول

مزید خبریں
پېنډۍ 25 دسمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو تېره ورځ د بلوچستان په ضلع قلات كښې د هند پراکسيز فتنة الهندوستان سره تعلق لرونكو ترهګرو د شتوالي په مصدقه اطلاعات انټېلي جنس بېسډ عمليات كړي۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې په موثره توګه په نخښه كړې٬ د ډزو د تبادلې نه وروستو اته د هند پراكسيز ترهګر ووژل شول٬ د آئي اېس پي آر له مخې وژلي شوي ترهګر په سيمه كښې د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې ككړ وو٬ د عملياتو په مهال ترهګرو څخه وسله٬ ګوله بارود او چاٶدېدونكې توګه هم تر لاسه شوي۔ د جاري بيان له مخې په سيمه كښې د هر ډول ممكنه هندي پراكسيز ترهګرو د موجودګۍ خاتمې لپاره کليئرنس او سينيټائزيشن آپريشنز روان دي۔ امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوٶنكو ادارو د نيشنل ايکشن پلان له مخې د فيډرل اپيکس کميټۍ د منظور شوي وژن “عزمِ استحکام” له مخې به د ترهګرو په ضد د فرق نه غېر او پرله پسې كاروائۍ په بشپړه طاقت سره روانې ساتلې شي دغسې چې د غېر ملكي سرپرستۍ او ملاتړ لرونكې ترهګرۍ د لعنت بشپړه خاتمه وكړې شي۔










