فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پېنډۍ په كليسا كښې د كرسمس په دستورو كښې ګډون

پېنډۍ 25 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشانِ امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت په پېنډۍ کرائسټ چرچ (كليسا) كښې د كرسمس په دستورو كښې ګډون كړې او د خوشحالۍ په دې موقع ئې مسيحي ورورولۍ سره د يووالي څرګندونه كړې٬ ده مسيحي ورورولۍ له د کرسمس مبارکي وركړه او امن، همغږۍ او خوشحالۍ لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه …

پېنډۍ 25 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشانِ امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت په پېنډۍ کرائسټ چرچ (كليسا) كښې د كرسمس په دستورو كښې ګډون كړې او د خوشحالۍ په دې موقع ئې مسيحي ورورولۍ سره د يووالي څرګندونه كړې٬ ده مسيحي ورورولۍ له د کرسمس مبارکي وركړه او امن، همغږۍ او خوشحالۍ لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې باني پاکستان قائدِاعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره فيلډ مارشل مساوات، آزادۍ او مذهبي روادارۍ لپاره د قائدِاعظم په وژن رڼا واچوله او د اقليتونو د حقونو تحفظ ئې د پاکستان د نظريے بنيادي اساس وګرځولو٬ اجتماع سره په خبرو كښې فيلډ مارشل قامي پرمختګ او سلامتيا لپاره د پاکستان مسيحي ورورولۍ د تل پاتې خدماتو ستائنه وكړه چې پكښې په پاك پوځ كښې نسل در نسل د دوي د وياړ وړ او ځانګړي خدمات شامل دي۔ ده د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ، شريك احترام او د وحدت په اهميت هم زور راوړو۔ ده ووئيل چې د پاکستان طاقت تنوع، مساوي موقعې او مذهب، نسل، ذات او د عقيدو نه پرته په مشترکه آئيني اقدارو كښې مضمر دے۔ ده په آئينِ پاکستان كښې درج د ټولو وګړو وقار، تحفظ او مساوي حقونو دفاع كولو لپاره د پاك پوځ د عزم پخلې وكړو۔ په دې موقع د مسيحي ورورولۍ مشرانو په دوره كولو د فيلډ مارشل مننه وكړه او د وطن دفاع، شموليت، مذهبي همغږۍ او د قامي وحدت ودې كښې ئې د پاك پوځ د كردار ستائنه وكړه