پېنډۍ 25 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نشانِ امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت، چيف آف دي نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف، نشان امتياز، نشان امتياز (ملټري)، تمغه بسالت او چيف آف ايئر اسټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، نشان امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت د پاك پوځ لخوا د باني پاکستان په سالګرې د خوشحالۍ په موقع بابائے …
پاك پوځ د باني پاکستان په سالګره بابائے قام ته په شاندار ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
پېنډۍ 25 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نشانِ امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت، چيف آف دي نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف، نشان امتياز، نشان امتياز (ملټري)، تمغه بسالت او چيف آف ايئر اسټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، نشان امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت د پاك پوځ لخوا د باني پاکستان په سالګرې د خوشحالۍ په موقع بابائے قام ته په شاندار ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې پاك پوځ د قائدِاعظم د مضبوط، خپلواكه، جمهوري او د خوشحال پاکستان وژن سره د خپل غېر متزلزل تړون پخلې كړې كوم چې د ايمان، اتحاد او نظم و ضبط اصولو ولاړ دے٬ په بيان كښې په دې خبره زور راٶړلې شوې چې د قائدِاعظم مثالي قيادت، آئين پسندۍ او كلكې ارادې نن هم د قام او وسله وال ځواكونه د دورِ حاضر د چيلنجز په مخه نيولو كښې لارښودنه كوي۔ پاك پوځ د هېواد خپلواكۍ او د سيمه ايز سالميت تحفظ او د قائدِاعظم د نظريات او هيلو له مخې قامي استحکام، امن او پرمختګ لپاره بشپړه جذبې سره د كردار لوبولو د عزم پخلې كړې۔ په دې موقع پاك پوځ د هېواد مسيحي ورورولۍ له په كرسمس مباركي هم وركړه او د دوي په قامي پرمختګ كښې د خدماتو ستائنې كولو او د قائدِاعظم مساوي حقونو، مذهبي آزادي او ټولو وګړو لپاره د همغږۍ وژن سره د تړون ئې پخلې وكړو۔ پاك پوځ د قائدِاعظم محمد علي جناح ورثه په ځائ ساتلو او عزت، جرأت او عقيدت سره د قام خدمت جاري ساتلو لپاره پخپل عزم ثابت قدم دے










