ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره ولاړ دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ضلع قلات كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په ضد په كاروائۍ كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره ولاړ دے۔۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په آپريشن كښې د فتنة الهندوستان د 8 …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ضلع قلات كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په ضد په كاروائۍ كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره ولاړ دے۔۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په آپريشن كښې د فتنة الهندوستان د 8 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ډاډګيرنه وكړه۔ ده ووئيل د عزم استحکام وژن له مخې امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړې دي او ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره ولاړ دے۔ وزيراعظم ووئيل هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ بشپړه خاتمې عزم لرو