اسلام آباد۔24دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناحؒ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د بابائے قوم دیانت، اصول پسندي، آئیني هلې ځلې او غیر متزلزل قیادت د پاکستان جوړېدل ممکن كړل۔ د شورو په ورځ د پاكستان باني قائد اعظم محمد علی جناح د 149 م ولادت ورځ په موقع خپل پیغام كښې ده ووئېل د قائداعظمؒ شخصیت …
د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناحؒ دیانت، اصول خوښولو ، آئیني هلو ځلو او غیر متزلزل مشرتابه د پاکستان جوړېدل ممکن كړل، سپیکر آياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔24دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناحؒ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د بابائے قوم دیانت، اصول پسندي، آئیني هلې ځلې او غیر متزلزل قیادت د پاکستان جوړېدل ممکن كړل۔ د شورو په ورځ د پاكستان باني قائد اعظم محمد علی جناح د 149 م ولادت ورځ په موقع خپل پیغام كښې ده ووئېل د قائداعظمؒ شخصیت او د هغه افکار نن هم زمونږ لپاره آئیني، سیاسي او د جمهوري نظام لپاره د لارې مشالِونه دي ۔سپیکر ووئېل قائداعظمؒ د نيمې اوچې مسلمانانو ته واضحه سیاسي لاره وركړه او د اتحاد، ایمان او تنظیم د اصولو په خپلولو يې د يو آزاد وطن خوب له د حقیقت شكل وركړو ۔ ده ووئېل قائداعظمؒ د قانون واكمنۍ ، مذهبي آزادۍ، مساوات او د سماجي انصاف تر مخه د فلاحي ریاست تصور وركړو ، قائداعظمؒ د يو مضبوط، خودمختاره او فلاحی ریاست جوړول غوښتل چرته چې هر وګړے د كوم امتیاز ٬ رنګ و نسل نه غېر د بشپړې مذهبي آزادۍ سره ژوند وكړے شي ۔ ده ووئېل د قائداعظمؒ د پاکستان يو مضبوط، خودکفیله او ترقي یافته ریاست جوړولو لپاره اجتماعي هلې ځلې پكار دي ۔د قامي اسمبلۍ ډپټي سپیکر سید غلام مصطفیٰ شاہ هم د قائداعظمؒ ورځې په موقع هغه ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره خپل پیغام كښې ووئېل د قائداعظم محمد علی جناحؒ هلې ځلې، دیانت او اصول پسندي د پاکستان اصل شناخت دے ۔ ده ووئېل ځوان نسل ته د پاكستان باني نظریات رسول د قامي تشخص مضبوطولو لپاره ضروري دي ۔ ډپټي سپیکر د دې عزم پخلے وكړو چې پارلیمان به د قائد اعظمؒ افکار په رڼا كښې پاکستان د امن، ترقۍ او استحکام په لاره روانولو له خپل کردار روان ساتي










