د قائداعظم محمد علي جناح د زبږدنې ورځ د ھغوي په اصولو د عمل كولو د لوظ د تجديد موقع راكوي۔ وزيراعظم شهبازشريف

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف باني پاکستان قائداعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د قائداعظم محمد علي جناح د پېدائش ورځ د ھغوي په اصولو د عمل كولو د لوظ د تجديد موقع راكوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د زيارت په ورځ د قائد اعظم محمد علي جناح 149مې سالګرې په موقع …

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف باني پاکستان قائداعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د قائداعظم محمد علي جناح د پېدائش ورځ د ھغوي په اصولو د عمل كولو د لوظ د تجديد موقع راكوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د زيارت په ورځ د قائد اعظم محمد علي جناح 149مې سالګرې په موقع خپل پېعام كښې ده ووئيل ټول قام سره په يو غږ قائداعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ هر كال دا ورځ ټول قام لپاره د لوظ د تجديد موقع هم رامخئ ته كوي چې مونږ په انفرادي او په مجموعي حېثيت سره په قامي كچه د قائداعظم په رهنما سياسي اصولو، رياستي فلاح و ښیګړه او د دائمي معاشرتي اصلاح په تعليمات په موثره ډول عمل وكړو۔ وزيراعظم ووئيل قائداعظم د تفريق رنګ و نسل، مذهبي هم غږۍ، معاشرتي روادارۍ او د انصاف په څېر د رهنما اصولو درس وركوي٬ د قائد ځالانده اصول ايمان، اتحاد، تنظيم نه يوازې د ځالانده قامي سباون ضمانت دے بلكې د پاكستان نوي كول لپاره هم د لارې مشال دے۔ ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح ھغه عظيم رهنما او نړيوال لارښود دے د چا سياسي بصيرت او بے لوث قيادت چې د پاكستان جوړولو او د نيمې وچې د مسلمانانو په سياسي سباون كښې پرېكنده كردار لوبولے، قائداعظم محمد علي جناح د دې خاورې ھغه نه هېرېدٶنكے زوے دے چا چې د تاريخ مخ واړولو او د پاكستان جوړول يې ممكن كړل ۔ وزيراعظم قام له بلنه وركړه چې راځې په نننۍ ورځ د دې لوظ تجديد وكړو چې د قائداعظم په نقش قدم تللو سره به مونږ قامي عزت و وقار، تحفظ او پرمختګ و خوشحالۍ لپاره په ګډه د زړه د كومي بے لوثه جذبې سره د ژوند په هره څانګه كښې محنت كوٶ