اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د کرسمس د خوشحالۍ په موقع د پاکستان مسيحي وګړو او په ګرده نړۍ كښې مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره وئيلي دي کرسمس هر ځل د اميد، امن او همدردي پيغام راوړي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخئ صدر مملکت د کرسمس په موقع خپل پېغام كښې ووئيل په دې …
د پاکستان آئين ټولو وګړو لپاره يو برابر حقونو او د مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي، د صدر مملکت آصف علي زرداري د کرسمس په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د کرسمس د خوشحالۍ په موقع د پاکستان مسيحي وګړو او په ګرده نړۍ كښې مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره وئيلي دي کرسمس هر ځل د اميد، امن او همدردي پيغام راوړي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخئ صدر مملکت د کرسمس په موقع خپل پېغام كښې ووئيل په دې موقع د محبت او انسانيت د خدمت درس زمونږ ھغه ژورې رشتې رايادوي كومې چې ټول انسانان يو بل سره تړلي۔ ده ووئيل بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناحؒ د پاکستان داسې وژن وړاندې كړے كوم چې په آزادۍ او برابر حقونو اډانه ٶ٬ په 11م اګست 1947ء كښې په وړومبې ځل دستور ساز اسمبلۍ ته خپل تاريخي خطاب كښې هغوي فرمائيلي چې ”تاسو آزاد يې، تاسو آزاد ئيې چې خپلو درمسالونو ته لاړ شئ، خپلو جوماتونو ته لاړ شې يا د پاکستان په رياست كښې د عبادت هر ځاے ته لاړ شې۔ ده ووئيل دا ټكي د مذهبي آزادۍ او د ټولو وګړو ترمېنځه د شريك احترام لپاره زمونږ د عزم مضبوط توثيق كوي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د پاکستان مسيحي وګړي په سياست، قامي دفاع، تعليم، ادب، فنون لطيفه، موسيقي، صحت، سماجي ښیګړه او د اولسي خدمت پشمول بېلو څانګو كښې مهم خدمات ترسره كوي٬ د دوي هلې ځلې زمونږ مشتركه پرمختګ ته وده وركوي او زمونږ قامي ژوند لا ښه كوي۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان آئين هر وګړي ته يو برابر حقونه او د مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي، مونږ د ټولو وروروليو ترمېنځه همغږۍ، شريك احترام او د شريك سوله ايز سباٶن ودې لپاره عزم لرو، زمونږ تنوع زمونږ طاقت دے او دا د نور وحدت٬ روادارۍ او د مرستې سبب جوړول پكار دے۔ ده ووئيل په دې بركتي ورځ مسيحي ورورولۍ له د کرسمس مبارکي او د نوي كال لپاره امن، صحت او د خوشحالي نېكې هيلې وړاندې كوم، لاس په دعا يو چې کرسمس مونږ ټولو ته د همدردۍ او د انصاف په اصولو د كاربند پاتې كېدو او د خپل قام خېرښګړې لپاره په ګډه د كار كولو ترغيب راكړي










