پېنډۍ 24 دسمبر (اے پي پي) د چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د كور كمانډرز 273 كنفرنس د شورو په ورځ په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې شوے٬ فورم د وسله والو ځواكونو ، قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د ترهګرۍ په اوسنيو پېښو كښې شهېدو شوو د بې ګناه وګړو بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔ د آئي …
د چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د كور كمانډرز 273 كنفرنس

مزید خبریں
پېنډۍ 24 دسمبر (اے پي پي) د چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د كور كمانډرز 273 كنفرنس د شورو په ورځ په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې شوے٬ فورم د وسله والو ځواكونو ، قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د ترهګرۍ په اوسنيو پېښو كښې شهېدو شوو د بې ګناه وګړو بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔ د آئي ايس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز د پاکستان د وسله والو ځواكونو د غېر متزلزل جرأت، وظيفائي پوهې او قربانيو ته زبردست پېرزوئنې وړاندې كړې۔ چيف آف ډيفنس فورسز په دې وروستيو كښې ګرد هېواد كښې انټيلي جنس بېسډ د ترهګرۍ مخنيوي په كاروائيو كښې د پاك پوځ د عزم ستائنه وكړه۔ فيلډ مارشل ووئيل د حکومت او پاك پوځ د ګدې هلو ځلو او د پاكستاني اولس د ثابت قدمه مرستې په سبب زمونږ هېواد پرله پسې خو په يقيني توګه استحکام، پراخه موقعو او عزت پلو روان دے ۔ فورم د كورنۍ او بهرنۍ سلامتيا صورتحال جاج اخستو سره هېواد ته د رامخئ ته خطرو او په آپريشنل چمتوالي زور راوړو۔ ګډون كوٶنكو د دې خبرې پخلے وكړو چې د هند په سرپرستۍ كښې د ټولو ترهګرو ٬ د هغوي د سهولت كارو او معاونينو به د پرېكنده او د كوم رعايت نه غېر مخه نيولې شي٬ فورم د ترهګرۍ ، جرائمو او د سياسي مفادات ترمېنځه اړيكې بېخي مسترد كړې۔ فورم ووئيل ملي وحدت٬ سلامتيا او استحکام ته زيان رسوٶنكو ته به كومه اجازه نه وركوٶ، ھغه عناصر كه سياسي وي يا نور څوك۔ د وسله والو ځواكونو او د پاكستان اولس ترمېنځه د تفرقې پېدا كولو به چا ته اجازه نه وركوٶ۔ فورم د بلوچستان حکومت د خاص ترقياتي اقدامات ستائنه وكړه كوم چې په ځائي كچه اولس بااختياره جوړولو او د سماجي روابطو د لارې حكمرانۍ سره د تړلې ترهګرۍ عواملو خاتمه كوي۔ ګډون كوٶنكو تل پاتې امن او استحکام باوري كولو لپاره د قامي اېكشن پلان له مخئ په نورو سيمو كښې هم د دې طرز د اولسي اقدامات په ضرورت زور راوړو۔ فورم د کشميريانو د خپلواكۍ حق او د دوي جائز هلو ځلو كښې د پاكستان د ثابت قدمۍ پخلے وكړو۔ ګډون كوونكو د فلسطين په مسئلې د پاکستان د اصولي موقف هم توثيق كولو سره په غزه كښې د سمدستي او مستقل جنګ بندۍ٫ د خنډ نه غېر انساني رسنه او فلسطيني رياست لپاره د باور وړ لارې مطالبه وكړه ۔ د کنفرنس په پائي كښې د پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز د کمانډرز د آپريشنل چمتوالي، نظم و ضبط، تربيې، جسماني فټنس، نوو جدتونو او په ميدان جنګ كښې د وظيفائي پوهې اعليٰ ترين معيار په ځاے د ساتلو امر وكړو۔ چيف آف ډيفنس فورسز د پاك پوځ قامي خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت مستقل تحفظ كولو سره د “کنونشنل او سب کنونشنل” نه تر هائبرډ او ترغير متناسب چيلنجز خطرو په مٶثره طريقه د مقابلې كولو په صلاحيت د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔(










