اسلام آباد۔24دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر سید محسن رضا نقوي د این ډي ایم اے هیډکوارترز كښې د نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر (این اي او سي)دورہ وكړه چرته چې ده ته این ډي ایم اے ډلې لخوا د 2026 په مهال پاکستان او نورو هېوادونو ته په ممکنه موسمیاتي خطرو بریفنګ وركړے شو ۔ داخله وزير ته د این ډي ایم اے د پیشګي آګاهۍ او …
چارو وفاقي وزیر سید محسن رضا نقوي د نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر دورہ

مزید خبریں
اسلام آباد۔24دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر سید محسن رضا نقوي د این ډي ایم اے هیډکوارترز كښې د نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر (این اي او سي)دورہ وكړه چرته چې ده ته این ډي ایم اے ډلې لخوا د 2026 په مهال پاکستان او نورو هېوادونو ته په ممکنه موسمیاتي خطرو بریفنګ وركړے شو ۔ داخله وزير ته د این ډي ایم اے د پیشګي آګاهۍ او د خبرداري د فعاله جدید نظام په اړه هم ووئېل شول ۔ د این ډي ایم اے وياند تر مخه این ډي ایم اے د پاکستان لینز په رڼا كښې 2026ء په مهال پاکستان ته د ممکنه موسمیاتي خطرو او د هغې مخ نيوي لپاره په پیشګي اقدامات ، د وړاندې نه د ټولو خطرو د تشخیص او د څارنې لپاره د فعاله ډیجیټل پورټلز او د آفات په اړه په ڼړيواله كچه په موبائل ایپلیکیشن بریفنګ وركړو ۔ وفاقي وزير د این ډي ایم اے د آفات د زيان مخ نيوي تګلارې او د ادارو تر مينځه د رابطه کارۍ ستائنه وكړه ۔ وفاقي وزیر د این ډي ایم اے او د سول ډیفنس تر مينځه په همكارۍ هم زور راوړو ۔د ده وېنا وه د آافاتونو مخ نيوي له مشترکه لائحه او د تربیتي کورسز لپاره د سول ډیفنس اکیډمي خدمات هم د تر لاسه كولو ته ضرورت دے۔ داخله وزير په این ډي ایم اے كښې د جوړ سینټر آف ایکسیلینس هم دورہ وكړه۔ ده پاکستان كښې د آفتونو د مخ نيوي نظام لا فعاله او د متحرک کولو د عزم پخلے وكړو










